سیمه‌ییز

چارواکي: “پکتیکا کې شاوخوا د ۸۶ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلي کوو”

اړوند خبرونه:

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولینو د پکتیکا ولایت په «وازیخوا» کې د ۶۹ بېلابېلو رغنیزو پروژو د پلې‌کېدو خبر ورکړی.

د یاد وزارت مسوولینو ویلي چې په دغو پروژو کې د یو کوچني بند، کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دېوالونو او کانالونو جوړول شامل دي چې شاوخوا ۸۶ میلیونه افغانۍ به پرې مصرف شي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې پروژو د پلې‌کېدو پر وخت به سلګونه کسانو ته کار زمینه برابره شي او د چارو له بشپړېدو وروسته به د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې تر ډېره حل شي.

بلخوا د پکتیکا د وازیخوا ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د دغو پروژو د کارونو شروع کېدو ته خوښ دي، او له سرپرست حکومته یې غوښتي چې په بېلابېلو برخو کې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د ویلو ده چې تر دې مخکې هم د پلازمېنې، کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د ورته رغنیزو پروژو د پلې‌کېدو راپورونه ورکړ شوي وو چې د ډېری چارې یې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button