چمپینز ټرافي؛ د اسټرالیا او انګلنډ په زړه پورې لوبه کې انګلنډ ماته وخوړه

اړوند خبرونه:
چمپینز ټرافي؛ شیبه وروسته د پاکستان او نیوزیلانډ تر منځ لومړنۍ سیالي پیلېږي
کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه
د ای سي سي په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې په چمپنیز ټرافي سیالیو کې دا ډول لوړ هدف تر لاسه کېږي.
اسټراليا په يوه زړه پورې سيالۍ کې انګلنډ ته په ۵ وېکټو ماته ورکړه. د چمپینز ټرافۍ یا اتلانو جام سیالیو دا لوبه چې د پاکستان په لاهور کې کېده، انګلنډ لومړی توپوهنه وکړه او اسټراليا ته يې د اتو وېکټو په بايللو د ۳۵۲ منډو هدف وټاکه.
اسټراليا وکړی شوی، دا هدف د ۵ لوبغاړو په بایللو، په ۴۸ اوور کې پوره کړي، داسې حال کې چې ۱۵ باله لا پاتې وو.
د اسټراليا جاش انګلېس په شپږيزه لوبه بشپړه کړه، او د خپلې لوبډلې تر ټولو ډېرې ۱۲۰ منډې وکړې. دی د دغې سيالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
د انګلنډ بین ډکټ د خپلې لوبډلې لپاره تر ټولو ډېرې ۱۶۵ منډې وکړې. نوموړي له ۱۴۳ توپونو د درې شپږیزو او ۱۷ څلوریزو پر مټ دغه لوی شمېر منډې وکړې. د ډکټ دا منډې د چمپینز ټرافي په تاریخ کې هم تر ټولو ډېرې فردي منډې بلل کېږي.
د نوموړي دغه منډې نه یوازې تر ټولو ډېرې فردي منډې دي، بلکې د نوموړي منډو پر مټ د انګلنډ ټولټال منډې هم د چمپینز ټرافي د تاریخ تر ټولو ډېرې ټولټال منډې ثابتې شوې.
له دې مخکې انګلنډ په ۲۰۰۴ کال کې ۳۴۷ منډې او پاکستان د ۲۰۱۷ په چمپینز ټرافي سیالیو کې ۳۳۸ ټولټال منډې کړې وې.
له دې مخکې په چمپینز ټرافۍ سیالیو کې تر ټولو ډېرې فردي منډې د نیوزیلنډ ناتن اسټل د ۲۰۰۴ کال سیالیو کې کړې وي.