لوبېلوبې خبرونه

چيرته او څنګه کولی شو د پاکستان کریکټ سوپر ليګ سيالۍ وګورو

نوموړې سیالۍ چې دا مهال دوام لري زیاتره مینه وال یې هیله من وي چې په ژوندۍ بڼه یې د کومې سرچینې له لارې ننداره وکړي

په دې لیکنه کې به موږ د نورو مالوماتو تر څنګ هغه رسنۍ در په ګوته کړو چې کولی شئ دا لوبې پکې په ژوندۍ بڼه وګورئ او یا یې هم په اړه مالومات ترلاسه کړئ.

د پاکستان کریکټ سوپر ليګ سياليو په اړه ټول مالومات لکه: د لوبډلو نوملړونه، د سياليو مهال ويش، دسياليو د کېدلو لوبغالي، د سياليو لنډې ويډيو ګانې او نور اړوندې خبرتياوې په سوني اپليکشن کې کتلی شو.

همدارنګه کولی شو د کریک اینفو ویب پاڼې له لارې هم د دې لوبو په ژوند بڼه مالومات په لیکلې ډول ولولو.

پر دې سربیره په افغانستان کې هم دا لوبې د ملي سپورټ تلویزیون له لارې خپریږي چې ډیری افغانان یې ننداره کوي.

د پاکستان سوپر ليګ سياليو اتم پړاو د پاکستان په بېلابيلو لوبغالو کې د شپږ لوبډلو تر منځ تر سره کيږي.

نور ولولئ: د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله به د بنګله دیش او سریلانکا پر وړاندې ولوبیږي

د پاکستان سوپر ليګ سيالۍ په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې شروع شو چې د کرکټ لوبې لا ودې او پرمختګ لپاره هر کال تر سره کيږي.

په نوموړي ليګ کې شپږ لوبډلې لوبيږي: پېښور زلمي، ملتان سلطان، کراچۍ کېګنز، کوېټه ګلاډياټورز، اسلام آباد يونايټېډ او لاهور قلندرز.

په نوموړو لوبو کې پر پاکستانیو لوبغاړو سربیره یو شمیر نړیوال لوبغاړي هم لوبیږي

د پاکستان سوپر ليګ سيالۍ په شل اوريزه بڼه د ۲۰۱۶ ميلادي کال را په دېخوا د نويو ځوان لوبغاړو موندلو په موخه تر سره کيږي.

نوموړی ليګ په د کرکټ په نړۍ کې په شل اوريز فورم دويم ليګ بلل کيږي چې نه يوازې د پاکستان لوبغاړي په کې لوبيږي بلکې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونه لوبغاړي په کې برخه اخلي.

د پاکستان سوپر ليګ ټولې سيالۍ په قانوني او رسمي بڼه په واضح او شفاف حالت کې له سوني نړيوال تلويزيون او اپليکشن نه په ژوندۍ بڼه خپريږي.

نور ولولئ: اسټرالیا د ښځو پر وړاندې د بندیزونو له امله د افغانستان د کرکټ سیریز لغوه کړ

په افغانستان کې د دې لوبو مینه له دې امله هم زیات دي چې یو شمیر افغان مشهور لوبغاړي پکې لوبیږي او په لړ کې یې په زړه پورې لوبې کوي.

په سږني پاکستان سوپر ليګ کې له افغانستانه راشد خان، قيس احمد، نوين‌الحق، فضل‌الحق فاروقي، رحمن‌الله ګربز، مجيب‌الرحمن، نجيب‌الله ځدراڼ او عظمت‌الله عمرزی د دغه ليګ په بېلابېلو لوبډلو کې لوبيږي.

د ياودنې وړ ده چې د دغه سياليو لومړی پړاو چې په ۲۰۱۶ ميلادي کې چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شو اسلام اباد يونايټېډ وګټلو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button