ژوند او ټولنه

ډاکټران وایي چې په افطار کې باید له کوکاکولا او یخو مشروباتو څخه ډډه وشي

ډاکټران وایي چې په افطار کې باید له کوکاکولا او یخو مشروباتو څخه ډډه وشي.صحي کارپوهانو او ډاکترانو لارښوونه کړې، چې د روژې په مبارکه میاشت کې دې د ځینو مشروباتو یا څښاکو له څښلو په افطار کې ډډه وشي.

د صحت کارپوهانو ویلي چې د افطار پرمهال دې کولا او یخ څښاک استعمال نه شي، ځکه چې دغه ډول مشروبات د معدې ستونزې راولاړوي او په څښلو سره یې ګېډه ډکېږي خو خواړه ور پکې نه وي او د شکر کچه هم لوړوي.ډاکټران وایي چې یخ یا ساړه مشروبات چې ګیس لرونکي او د ګیس نه لرونکي ور پکې شامل دي د ستوني تکلیف هم پیدا کوي،او ښای د ستوني په الرجی هم بدله شي چې دی سره د خلکو ژوند تر ډېره جده زیانمن کیږي.

همداراز د معدې درد او په هضم کې ستونزې راولاړوي، که چېرته دغه مشروبات په خالي ګېډه استعمال شي نو ډېر زیانمن تمامېږي.ډاکټران زیاتوي چې ځینې مشروبات روغتیایي وي خو د بورې په ډېر استعمال سره زیانمن ګڼل کېږي دوی د خرما د شربت مثال ورکوي او وایي چې یو ښه مشروب دی خو د ډېر خوږوالي يه سبب زیانمن تمامېږي.

597169 30149235

ډاکټران ډبي لرونکو مشروباتو ته په اشارې سره وایي چې په دې ډول مشروباتو کې زیانمنه ماده استعمال شوي، نو غوره به وي چې پرځای یې کورني مشروبات چې له مېوو څخه تیارېږي استعمال کړو او ډېره بوره ور پکې ونه کاروو.دوی وای کورونو کې د تازه جوس جوړولو رواج باید عام شي او دغه مشروباتو هم باید زیات شي.

دوی وای په افطار کې د اوبو څښل زبانمن نه وي، د خوړو پر وخت هم اوبه څښلی شئ چې په دې ډول په خوراک کولو کې وقفه هم راځي او ترې معلومېږي چې ماړه شوي یو او څنګه او د روژه ماتي پرمهال د اوبو په څښلو سره د هضم مرحله آسانېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button