ځاییژوند او ټولنه

ډبلیو ایف پي: څلور میلیونه افغان مېندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې افغانستان کې ۴ میلیونه میندي او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې افغانستان کې څلور میلیونه مېندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوې دي.

یاد پروګرام نن «شنبه، لیندۍ ۲۵مه» پر اېکس لیکلي چې افغانستان کې د کورنیو اقتصادي ستونزو او د ژوند سختو شرایطو څلور میلیونه میندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته کړې دي.

نور ولولئ:  حنیف اتمر: له اختلاف سره سره بیا هم له طالبانو سره همکاري کوم

د خوړو نړیوال پروګرام له مرستندویه هېوادونو غوښتنه کړې چې دې وضعیت ته د بدلون لپاره خپلې مالي مرستې ګړندۍ کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې لاهم له بشري ناورین سره مخ دی.

افغانستان کې د فقر له امله د لوږې ناورین

د یاد پروګرام په وینا، افغانستان کې دا مهال څه باندې ۲۹،۲ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او د شوي اټکل له مخې د روان کال د مې او اکتوبر ترمنځ دغه هېواد کې ۱۵،۳ میلیونه خلکو د خوړو نه‌خوندیتوب سره مخ وو.

څه باندې یوه میاشت وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې د روان کال پر مهال افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او مېندو شمېر زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

دغه سازمان ویلي و، څلور میلیونه افغان ماشومان او میندې چې څه باندې درې میلیونه یې یوازې ماشومان دي، پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

طالبان بیا بل څه وايي

خو د عامې روغتیا وزارت مسوولانو بیا هغه مهال سلام‌وطندار ته ویلي و چې د تېر کال په پرتله سږ کال پر خوارځواکۍ د اخته مېندو او ماشومانو کچه راټيټه شوې.

د عامې روغتیا وزارت د تغذیې برخې رییس محمدوزیر حامد ویلي و، روان کال کې تر پنځه کلنۍ کم‌عمره ۸۷۵زره ماشومان پر سختې خوارځواکۍ، ۲.۳ میلیونه نور د منځنۍ کچې پر خوارځواکۍ او ۷۹۰ زره مېندې هم پر خوارځواکۍ اخته شوې دي.

نور ولولئ: ډبلیو ایف پي: یو میلیون افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره ۱۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

د نوموړي په وینا، تېر کال له پنځه کلنۍ کم‌عمره ۱.۱ میلیونه ماشومان پر سختې خوارځواکۍ او ۲.۲ میلیونه نور د منځنۍ کچې پر خوارځواکۍ او همدا ډول نږدې یو میلیون مېندې هم پر خوارځواکۍ اخته شوې وې.

د عامې روغتیا وزارت د مسوولانو په وینا، اوس په ټول هېواد کې ۳۲۰۰ روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي او پر خوارځواکۍ ټول اخته ناروغان د درملنې خدمتونو ته لاسرسی لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button