سفر خبرونه

ډېر ژر به عربی امارات او ترکي ایرلاین کابل ته الوتنې پیل کړې

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت وايي شونې ده چې د یوه ترکي شرکت او د متحده عربي

 اماراتو د العربیه، فلای دوبی په ګډون د هوايي چلن ځينې شرکتونه کابل ته خپلې الوتنې له سره پیل کړي. د دغه وزارت مسوولان زیاتوي چې د دغو شرکتونو استازو څو څو ځلې کابل ته د هوايي ډګر د خدمتونو د ارزولو لپاره راغلي دي.

.په متحده عربي اماراتو کې یو شمېر افغان سوداګر د پانګونې او سوداګرۍ په زیاتولو کې د دغو الوتنو پیل مهم بوليد ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي:«بهرنیو شرکتونو لکه فلای دوبی، امارت، ترکش له دې مخکې الوتنې لرلې او د سیمې نور هېوادونه لېوالتیا لري، خبرې اترې روانې دي تړونونه شوي، زموږ خدمتونه معیاري دي، الوتنې به پيل شي.

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا شمېرې ښيي

نور یی ولوله| نن په هېواد کې د لوي اختر لومړی ورځ ده.

نور یی ولوله| د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید یو شمېر عربو ليډرانو سره د اختر مبارکي تبادله کړه

 چې د هېواد  پانګوالو په ابوظبۍ، دوبۍ، شارجې او د متحده عربي اماراتو په څو نورو ښارونو کې تر لسګونه مېلیون ډالرو زیاته پانګونه کړې ده. یو شمېر سوداګر په دې باور
دي چې د دغو الوتنو پېلېدل به د کورنیو پانګونو لار هم هواره کړي.

په متحده عربي اماراتو کې افغان سوداګر جمال ناصر عبادي وویل:«که چېرې د امارات، فلای دوبی، العربیه شرکتونه خپلې الوتنې پیل کړي د سوداګرو او پانګوالو لپاره به ډېر به ګټور وي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د هوایي چلن د لویو شرکتونو د الوتنو بېرته پېلېدل د هېواد لپاره مهم دي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وايي:«زما غوښتنه دا ده له الوتنو سره هم مهاله سوداګر، پانګوال او هغو کسانو ته چې د درملنې لپاره ځي باید د ویزې په ورکړه کې اسانتیا راشي او هغوی ته اجازه ورکړي.»

د یوه سیاحتي شرکت مسوول قیس سهرابي څرګندوي:«هر ټکټ چط اخلي که چېرې قیمته هم وي الوتنې زیاتې وي بیې راټيټېږي د خلکو ستونزې حل کېږي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button