نن سبا په ټوله نړۍ کې ژر پخېدونکي خواړه خورا مشهور دی او کابو هر سړی یې په شوق خوري، خو کارپوهان وايي چې د ژر پخېدونکو خوړو عادت روغتیا ته ډېر زیان رسوي.
برګر، شورمه، پیزا، چیپس اور نور هغه خوراکي توکي دي چې د نوم په اورېدو خوله اوبه کوي او د ماشومانو د خوښې وړ خواړه دي، خو منفي اړخونه هم لري چې په ځانګړي توګه ورځنۍ چارې ټکنۍ کوي.
د کارپوهانو په وینا، برګر، چیپس او نور ژر پخېدونکي خواړه په زیاته کچه غوړ، کالوري، مالګه او پروسس شوي کاربوهایډریټ لري، په داسې حال کې چې د ویټامینونو، منرالونو او نورو روغتیایی موادو کمښت لري.
د طبي کارپوهانو په وینا، د ژر پخېدونکو خوړو زیات استعمال د زړه د زیانمن کېدو لامل کیږي، چې په پایله د زړه درېدل، د زړه حملې او فلج خطر زیاتوي، همدارنګه د وینې شکر او د بدن وزن هم ډېروي.
دغه راز ژر پخېدونکي خواړه د ژور خپګان، د طبیعت خرابوالي، ستړیا، ډیمنشیا او الزایمر خطر هم درې برابره زیاتوي. ورسره څنګ تنفسي ستونزې چې وروسته د ساه لنډۍ سبب کېږي، شکرې ناروغي، ځوانې او د پوستکي ګونځي هم پیدا کوي.
نور یی ولوله | د افغانستان په لوېديځ کې زلزلې “مرګژوبله” اړولې
یوازې دا نه بلکې د هاضمې ستونزې لکه قبضیت، خېټې پړسوب او بدهضمي هم پیدا کوي، د شنډېدو ستونزه هم رامنځته کوي، د غاښونو او هډوکو روغتیا هم زیانمنوي.