سیمه ییز خبرونه

ژوب کې پر پاکستاني پوځ برید مرګ ژوبله اړولي

د ډیورنډ کرښې ها خوا برید کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي او پنځه ټپیان دي

امنیتي سرچینې وايي، د بلوچستان په ژوب سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې “ترهګریز برید” مرګ ژوبله اړولې ده.

د سرچینو په حواله، برید کې څلور پوځیان وژل شوي او پنځه نور سخت ټپیان شوي دي. ځینې ځايي خبریالان وايي، په دغه برید کې لس پوځيان وژل شوي دي خو په رسمي ډول یې پخلی نه دی شوی.

د امنیتی سرچینو له خوا د خپرو شویو مالوماتو له مخې، برید داسې مهال شوی چې وسله والو غوښتل امنیتي تاسیساتو ته دننه شي خو امنیتي پوځیانو یې مخه نیولې.

د پاکستاني پوځ خبرپاڼه هم دا پېښه تایدوي

د پاکستان د پوځ په یوه په خبر پاڼه کې هم راغلي، “نن سهار په ژوب کې ترهګرو پر یوې امنیتي پوسته سختې ډزې کړي، د دواړو خواوو په ځوابي ډزو کې ترهګر بند پاتی شوي دي.”

د رپوټونو له مخې دغه برید کې درې وسله وال هم وژل شوي او دوه نور نادرکه شوي.

نور ولولئ: پاکستان کې د پولیسو په يو تهاڼه چاودنه شوې چې ۱۲ تنه پکې وژل شوي

د پاکستان د پوځ په وینا، په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له خوا د دوو نادرکه شویو وسله والو د لټون عملیات روان دي او سیمه په بشپړ ډول د عامو خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوی ده.

رپوټونو وايي، برید کې ټپیان او وژل شوي ټول د ژوب روغتون ته لېږدول شوي.

د برید مسولیت تحریک جهاد پاکستان په غاړه اخیستی.

پر پاکستاني پوځ نور بریدونه هم شوي

له دې وړاندې د جولای پر دویمه، د بلوچستان په شیراني سیمه کې هم د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته وسله وال برید څلور پولیس وژلي وو.

پولیسو هغه مهال ویلي و، برید د شیراني ولسوالۍ د ناصر په سیمه کې شوی و او د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې یو برید ګر هم وژل شوی و.

له دې مخکې هم د بلوچستان تربت سيمه کې پر یوه پوځي ګاډي ځانمرګی برید شوی و او ترې وړاندې بیا په ژوب کې د جماعت اسلامي ګوند پر مشر سراج الحق هم ځانوژونکې حمله شوې وه.

د دغه برید مسولیت کومې ډلې نه و منلی، خو په تېر کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) په سیمه کې پر پاکستاني امنیتي کسانو ورته بریدونه کړي.

د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی او په دې هېواد کې بریدونه زیات شوي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button