کام ایر نن د کابل او متحده عربي اماراتو ترمنځ الوتنې پیلوي

   متحده عربي اماراتو  متحده عربي اماراتو

کام ایر هوايي شرکت  سر له نن نه د کابل او متحده عربي اماراتو ترمنځ الوتنې پیل کوی په دوبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې له ډېرو کوششونو څخه وروسته یې د دغو الوتنو بیا پیل ته لاره هواره کړه.

دغه راز د پژواک خبري آژانس د کام ایر هوايي خصوصي شرکت  چارواکو  وايي چې د دغو الوتنو په اړه د افغان جنرال کونسل مسعود احمد عزیزي او د کام ایر د رییس تیمور شاه ترمنځ خبرې شوې دوی بریکړه کړې چې د متحده عربي اماراتو او کابل ترمنځ د کام ایر په الوتنو کې لومړیتوب د هغو وګړو د جنازو لېږد ته ورکوي چې په عربي اماراتو کې وفات شوي له هغه مهال رادیخوا چې طالبان په افغانستان کې حاکم شوي کابل ته د ډېرو نړیوالو الوتنو بهیر ځنډېدلی .

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

او لا هم الوتنې عادي حالت ته نه دي راغلید افغانستان د هوايي چلن مسوولینو په بیا بیا ویلي چې هېواد کې له وروستیو بدلونونو وروسته اوس د کابل هوايي ډګر هر ډول الوتنو ته چمتو دی او له بهرنیو هوايي شرکتونو یې غوښتي چې افغانستان ته خپلې الوتنې بیا هم پیل کړي خو ځینو بهرنیو هېوادونو تراوسه د کابل هوايي ډګر ته یواځی د بشري مرستو د رسولو لپاره الوتنې کړې .پي ای اې په دې وروستیو اعلان وکړه.

ړ چې افغان طالبانو یې په چارو کې لاسوهنه کوي او دوی له همدې امله  د اسلام آباد او کابل ترمنځ خپلې الوتنې بندوي د پي ای اې یوه ویاند رویټرز خبري آژانس ته ویلي و طالبانو له دوی غوښتنه کړې چې د ټکټونو بیو کې بدلون راولي او همدا راز د دې هوایي شرکت عملې سره یې سخت چلن کړی..

. یادې ادارې ویلي وو دا دواړه شرکتونه دې د ټکټونو بیې هغې کچې ته راټیټې کړي چې کابل ته د طالبانو له راتګ مخکې وه او که داسې نه کوي نو پر الوتنو به یې بندیز لګول کېږي په دې وروستیو کې مسافرو شکایت کاوه چې له کابله اسلام آباد ته د یوه ټکټ بیه ۲۵۰۰ ډالرو ته پورته شوې .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.