سیمه ییز خبرونه

کراچۍ کې د پولیسو مشر له یوه کوره دوه میلیارده روپۍ او سره زر غلا کړي

هغه ډي ایس پي نیول شوی چې له یوه کوره یې دوه میلیارده روپۍ او سره زر غلا کړي وو

دا ډول پېښې په پاکستان کې ډېرې رامنځته کېږي چې پولیس د خلکو د شتمنیو د ساتنې پر ځای د دوی شتمنۍ غلا کوي او لوټي، خو داسې ډېر کم پېښېږي چې عاملین یې نیول کېږي او بیا عدالت ته سپارل کېږي.

د پاکستان په تر ټولو ستر ښار کراچۍ کې پولیسو خپل یو ځایې مشر نیولی دی. د کراچۍ د پولیسو د یوه کنډک پر دغه مشر (ډي اېس پي) تور دی، چې د یوه چا کور ته په یوه او بله بهانه له ننوتلو وروسته یې لوټ کړی دی.

نور ولولئ: شمالي وزیرستان کې ۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي

په رپوټ کې ویل شوي، د پولیسو دغه ځایي مشر د یوه سوداګر له کوره د پلټنې پر مهال دوه میلیارده روپۍ (اووه میلیونه ډالر) او اویا تولې سره زر غلا کړي دي.

دا ډي ایس پي اوس زندان کې دی

د پاکستاني پولیسو دا ځایي مشر د چارشنبې پر ورځ د زندانیانو په ځانګړي بند موټر کې لاس تړلی محکمې ته وړاندې شو.

محکمې د قضیې له اوریدو وروسته دی تر یوې ورځې په بندخونه کې د ساتلو لپاره پولیسو ته سپارلی دی. د ډي اېس پي خلاف د کراچۍ یوه اوسېدونکي عریضه کړې وه.

دغه کس پولیسو ته په سپارلې عریضه کې ادعا کړې، چې پولیس په زور د دوی کور ته ننوتلي او ټوله کورنۍ یې برمته کړې وه.

نور ولولئ: د ټي ټي پي په برید کې څلور کسه پاکستاني پولیس افسران وژل شوي

په عریضه کې ویل شوي چې ورغلو کسانو د ټولو سړیو د برمته کولو ګواښ هم کاوه.

ورته عریضه له لسو په ډېرو نورو کسانو هم شوې ده.

په دې اړه د پولیس وکیل څه وايي؟

بلخوا د یاد پولیس یوه وکیل د عریضه کوونکي ادعاوو له ردولو سره ویلي، د پولیسو دا ځایي مشر نوی تر روزنې لاندې وو او د یاد کور د پلټنې پر مهال پخپله هغه ځای کې نه و.

هغه وايي “د دغې پلټنې په اړه لارښوونه له لوړ مقامه راغلې وه.”

پولیسو ته په سپارل شوي عریضه کې لیکل شوي “د شنبې او یکشنبې تر منځ د شبې په دوه بجو او شلو دقیقو له ۱۵ تر شلو پورې کسان چې د پولیسو په جامو کې وو او ځينې د ساده کالیو کسان هم ورسره وو زمونږ کور ته په زور راننوتل.”

په دغې رپوټ کې ادعا شوې، چې یاد کسان د پولیسو په رنجر موټر، مهران وړوکي ګاډي او څو موټر سایکلو د دوی تر کوره ورغلي وو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button