کرونا ویروس:سږکال روژه به مختلف وي
کرونا وېروس له امله سږ کال روژه ډېره متاثره شي د نبم نه زیاته نړۍ د کرونا په ناروغۍ اخته شوې ده خو یو څو ورڅو کې به نیم میلیارد نه زیات مسلمانان زوژه نیسيښایی سږ کالنۍ روژه به د نورو کلونو روژو په پرتله بې خونده وي. که څه هم سږکال به هم مسلمانان روژې نيسي، خو د سږکال روژې به د مسلمانانو لپاره د نورو کلونو په څېر نه وي، ځکه سږکال روژې په داسې وخت کې راغلې چې د نورې نړۍ په څېر اسلامي هېوادونه هم د کورونا ويروس سره لاس و ګرېوان دي. د کورونا ويروس د نورو هېوادونو په څېر په اسلامي هېوادونو کې هم ډېر په چټکۍ خپرېږي.
د همدې وبا څخه د خونديتابه په پار که د روژې له مياشتې مخکې اسلامي هېوادونو جوماتونه تړلي دي، نو په دغه هېوادونو کې ګرځبندېزونه هم لګول شوي دي. د روژې مياشتې په رارسېدو سره د مسلمانانو سره د روژې په مياشت کې د عبادتونو په ترسره کولو اندېښنې دي او همدا لامل دى چې يو شمېر اسلامي هېوادونو له روژې مخکې خلکو ته لارښوونې هم کړې دي.
سعودي عربستان بيا د روژې په مياشت کې په جوماتونو کې پر عبادتونو بندېز لګولى دى او خلکو ته يې ويلي دي چې په کورونو کې مو عبادتونه وکړئ.
[su_posts posts_per_page=”1″ taxonomy=”post_tag” order=”desc”]د روژې په مياشت کې به په سعودي عربستان کې په مسجد الحرام او مسجد نبوي کې په اعتکاف هم بندېز وي، همدا راز حکومت له خلکو غوښتنه کړې ده چې د عبادت لپاره دې يو ځاى ته نه راغونډېږي. د روغتيا وزير توفيق الربيعه ويلي دي، چې په دې سخت وخت کې بايد موږ ټول په ګډه مخکې لاړ شو او ځانونه خوندي کړو، نو سږکال به د روژې مياشت له نورو کلونو ډېره بدله وي هغه له خلکو غوښتنه کړې ده، چې په ټولنيزو ژوند کې له يو بل څخه فاصله وساتئ.
په افغانستان کې د کورونا ويروس پېښو زياتېدو سره د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېرو ولايتونو کې ګرځبندېز اعلان شوى دى، خو لا هم په افغانستان کې د جوماتونو تړلو په اړه کومه خبره نه ده شوې. حکومت له خلکو غوښتنه کړې ده چې د ګڼې ګوڼې ځايونو ته له تګ دې ډډه وکړي، همدا راز د حج او اوقافو وزارت هم له خلکو غوښتي دي چې فرض لمونځونه دې په جوماتونو کې وکړي او سنت دې په خپلو کورونو کې وکړي.
د ايران سپريم ليډر ايت الله خامنه يي هم ويلي دي، چې د روژې په مياشت کې د مسلمانانو عبادتونه محدودولى شي. ايران لومړنى اسلامي هېواد و چې د کورونا ويروس له امله يې د جمعې پر لمانځه بندېز ولګاوه او د څه وخت لپاره يې جوماتونه هم وتړل. د کورونا ويروس پراختيا ته په کتلو سره ايت الله خامنه يي په خپله يوه مرکه کې ويلي و، چې دوى کولاى شي په روژه کې عبادتونه ډېر محدوده کړي…
د پاکستان حکومت بيا د روژې په مياشت کې په جوماتونو کې د عبادتونو اجازه ورکړې ده، خو همدا ورته ويل شوي دي که احتياطي تدابير عملي نه کړي، نو دا پرېکړه به بېرته واخلي او ټول جوماتونه به وتړي. د پاکستان لومړي وزير عمران خان د جوماتونو له امامانو غوښتنه کړې ده چې احتياطي تدابير دې عملي کړي، تر څو له کورونا ويروس خوندي وي. همدا راز له پنځوس کلونو د زيات عمر خلک، ماشومان او هغه کسان چې زکام، ټوخى او تبه ولري به جوماتونو ته نه پرېښودل کېږي او همدا راز د تراويح لمونځ دې په سرکونو نه ادا کېږي..
په متحده عربي اماراتو کې هم د کورونا ويروس پېښو زياتېدو سره ګرځبندېز لګېدلى دى او د نورو غونډو په څېر جوماتونه هم تړل شوي دي. د کورونا ويروس له امله ډېرى خلک په کورونو کې کرنټين شوي دي، چې دا ټول خلک يوازې د حکومت مرستو ته ناست دي. ځايي خلک دا هم وايي، هغه خېريه بنسټونه چې هر کال به يې روژه ماتي برابرول، ښايي سږکال دا کار ونه کړي.
.



