نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

کرونا ویروس:متحده عرب اماراتو کرونا سره مبارزې په برخه کې نړۍ سره څومره مرسته کړې؟

متحده عربي امارات یواځینۍ هیواد دۍ چې د ټولې نړۍ سره ېې د کرونا سره مبارزې په برخه کې خورا زیاته مزسته کړې ده. دغه هیواد ټولې نړۍ ته د کرونا کۍټونو تر څنګ نور کرونا سره مبارزې لپاره درمل او نور مواد لیږلې دي.

یاد هیواد د افغانستان تر څنګ .ایران .پاکستان .عراق.سوډان . امریکا . یونان او نور اروپايي هیوادونو سره په دغه برخه کې مرسته کړې ده. په دې وروستیو کې عربي اماراتو د سوډان هیواد سره تازه مرستې کړي دي متحده عربي اماراتو نن یو مرستندویه الوتکه سوډان ته د ۱۱ میټریک ټنه طبي توکو سره لیږلې ترڅو د کویډ۱۹ د زیات خپریدو مخه ونیسي.

دغه مرسته به شاوخوا ۱۱۰۰۰ طبي مسلکی کسانو سره مرسته وکړي ځکه چې دوی د ویروس کنټرول لپاره کار کوي. پهسوډان کې د عرب اماراتو سفیر وايي چې اوسمهال سوډان ته د صخت او امنیت په برخه کې سختې مرستې ته ضرورت دۍ او مونږ پوره پوره کوشش کوو چې د سوډان طبي عمله او ډاکټران په سمه توګه طبي وسایلو باندې تجهیز شي.

د اپریل په ۲۲ ، متحده اماراتو یوې مرستې الوتکې سوډان ته اوه ۷ میتریک ټنه طبي سامان رسولې چې نږدې ۷۰۰۰ طبي متخصصین ترې ګټه پورته کوي عربي امارات غواړي چې د سوډان په څیر نورو هیوادونو سره او د دوي ډاکټرانو سره هم مرسته وکړي

د سوډان تر څنګ په دې وروستیو کې عربي اماراتو حکومت د عراق سره هم په دغه برخه کې مرسته وکړه . – یاد هیوادعراقي کردستان ته د شپږ میټریک ټنه طبي اکمالاتو لرونکې الوتکه ولیږله ترڅو د کرونا سره مبارزې کې دغې هیواد سره مرسته وشي او کرونا ویروس ته شکست ورکړي.

د عراقي کردستان سیمې ته د متحده عربي اماراتو قونسل ، احمد الظهري د مرستې رسولو په اړه وویل: “متحده امارات ویاړ لري چې عراقي کردستان سره مرسته کوي.. د دې همکارۍ په دوام به موږ د لمړني روغتیایی کارمندانو سره مرسته وکړو چې په سم ډول د دې ویروس سره مبارزه وکړو. ” هغه زیاته کړه: “متحده عرب امارات د عراق تر څنګ ولاړ دي ځکه چې دوی له دې سختو شرایطو ترڅنګ د خلکو د روغتیا او امنیت د تامین لپاره په نه ستړي کیدونکې هلې ځلې کوي

د یادونې وړ ده چې عربي اماراتو ټوله نړۍ سره د کرونا سره د مبارزې په برخه کې کومک کړۍ دۍ او لاهم دغه لړۍ دوام لري.یاد هیواد د افغانستان سره هم څو ځلې په یاده برخه کې مرسته کړۍ او طبي سامانونه ېې راستولي دي. دغه هیواد د اسیا ترڅنک د اروپايي هیوادنو سره هم مرسته کړې ده او ټنونو طبي سامانونه ېې لېږلي دي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button