نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

کرونا وېروس:بازۍاروپايي هېوادونه لاک ډاون لغوه کوي.

کرونا په نړۍ کې ډېر نقصان کړۍ دۍ.او د عامو وګړو ژوند یی په خطر کې اچولۍ . بازې اروپايي ملکونو د کورونا ناروغي له امله لګول شوي لاک ډاون لغوه کوي. ایټالیا خپلو وطنوالو ته د سفر کولو اجازه ورکوي او د بهرنیو خلکو د ورتګ هرکلی کوي. سویس او جرمني هم ویلي، د کورونا له امله پر پوله لګول شوي بندیزونه ختموي په ایټالیا کې ۳۱ زره کسان د کورونا ناروغۍ له کبله مړه شوي دي. له دوشنبې ورځې راهیسې ایټالیايان خپلو دوستانو او د پېر وپلور ځایونو ته ورتلی شي.

بازو بیزوګانو د کوویډ-۱۹ لپاره ازمویل شوي واکسین هیله بښونکې پایلې لرلې او رزوس بیزوګانو ته یې د کورونا وېروس پر وړاندې مصونیت ورکړی دی. خو د دغه نوي واکسین په اړه لاهم څېړنې په لومړني پړاو کې دي او مالومه نه ده چې پر انسان به یې د وروستۍ ازموینې پایله هم ورته نتیجه ولري او که نه..

څېړونکو دا نوی واکسین په امریکا کې د روغتیا د ملي انستیتوت د څېړنډلې له خوا ازمویل شوی او د اکسفورډ پوهنتون څېړونکو همکاري ورسره کړې ده. پر شپږو رزوس بیزوګانو دا ترسره شوې ازموینه ښيي چې د ځیګر او سینه بغل ناروغیو پر وړاندې چې معمولاً په کورونا وېروس د اخته ناروغانو لویه ستونزه وي، دغو بیزوګانو مصونیت پیدا کړی دی.‌

رزوس بیزوګانې اصلاً د اسیا په ختیځ، سوېل او سوېل ختیځو برخو کې اوسېږي، چې تر ډېره له انسان سره د معافیت ورته سیستم لري دا بیزوګانې افغانستان کې هم شته. په ورته وخت کې ددغې څېړنې پایلې تر اوسه د نورو پوهانو له خواړ نه دي تایید شوې او په کومه علمي خپرنۍ کې هم لا نه دي خپرې شوې.‌.‌

په انګلینډ کې تر ۱۰۰۰ ډېرو داوطلبو کسانو د اکسفورډ پوهنتون تر څارنې لاندې ازمېښتي واکسین ته غاړه اېښې ده د نړۍ په لر و بر کې پوهان اوس د کوویډ-۱۹ وېروس د ۱۰۰ ډوله واکسین پر څېړنه بوخت دي.

د لندن کېنګ کالج پوهنتون د درمل جوړونې استاد ډاکټر پني وارډ وايي، دا چې دغه واکسین د بیزوګانو د معافیت سیستم کې د ډېر غبرګون ښودلو لامل شوی، هیله بښونکې خبره ده.

بلخوا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روان ۲۰۲۰ کال تر پایه د کورونا واکسین لپاره د ځانګړي واکسین د جوړولو خبر ورکړی او وايي چې امریکا به له واکسین او یا له واکسین پرته خپل ورځني کاروبار ته دوام ورکړي. پر بیزوګانو د کورونا واکسین هیله بښونکې پایله ورکړې

مونږ ټول عام باید لاهم کرونا جدي ونیسو او د دغۍ وبايي ناروغي سره مبارزه وکړو تر څو عام وګړي په ارامه فضاء کې ژوند وکړي. افغانستان یو له بې ورلو هطوادونو دۍ او عام وګړي پکې احتیات نکوي که افغانستان کې دغه ناروغي نوره هم زیاته شي نو ډېره زیاته انساني فاجعه به وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button