نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

کرونا وېروس ؛افغانستان کې سومره پېښې ثبت شوي

په تیرو ۲۴ ساعتو کې ټولو ټولو ولایتونو کې پیښی ثبت شوي.د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي د هیواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کي ثبت سوي دي، چي نن یوه پېښه په پاتي نورستان ولایت کي هم ثبت سول. په افغانستان کي ددې ویروس ټولي مثبتي پېښي ۳۳۹۲ ته ورسېدې، چي له دې جملې یې ۱۰۴ تنه مړه شوي او ۴۶۰ تنه رغېدلي دي.

د ثبت شوي مثبتي پېښي ۱۶۷ دي، چي په کابل کي ۷۶، هرات ۳۲، کندهار ۱۴، بلخ ۴، پکتیا ۴، ننګرهار ۱۱، لورګ ۸، لغمان ۱، هلمند ۱، سمنګان ۱، بغلان ۴، فاریاب ۹، کنړ ۲ سرپل او نورستان کي ۱ مثبته پېښه ثبت شوې ده.

نن ددې نویو شمېرو ترڅنګ له ویروسه ۹ تنه مړه سوي او ۳۷ تنه روغ سوي دي. بلخوا د نړۍ په بله برخه اروپا کي د ویروس نوي مثبتي پېښي لږ سوي، خو په آسیا کي ډېر چټک خپریږي. له روسيې وروسته په تازه پېښو کي په هند او پاکستان کي د بل هر وخت په پرتله تر ټولو ډېري ورځنۍ پېښي ثبت شوي دي.

نن او تېره ورځ په هند کي تر ۶۰۰۰ پوري نوي مثبتي پېښي ثبت سوي او دا (۳۰۰۰ مثبتي پېښي) پدې هیواد کي ترټولو ډېري ورځنۍ پېښي دي.

د پاکستان روغتیايي چارواکي هم وايي چي تېره ورځ يې تر ۱۱ سوه پوري او نن یې تر ۵۰۰ پوري نوي مثبتي پېښي په ټول هیواد کي ثبت شوي دي. پاکستان کي په ویروس د اخته ۲۲ نیم زرو کسانو له جملې څخه ۵۲۶ تنه مړه سوي او هند کي بیا له ۵۲ زرو څخه تر ۱۸ سوه پوري مړه شوي دي.

د نورو هۍوادونو په شمول ترکیه کي نوي ۲۲۰۰ پېښي ټولي ۱۳۱ زره، ایران کي ټولي ۱۰۱ زره او نوي ۱۶۰۰، سعودیه عرب کي نوي ۱۶۰۰ او ټولي تر ۳۲ زره پوري او په یو بل آسیايي هیواد روسیه کي بیا تر ټولو ډېري ۱۶۵ زره پېښي چي نوي پېښي یې هره ورځ څه باندي ۱۱ زرو ته رسیږي، ثبتیږي.

متحده ایالاتو بیا نن هم (تراوسه) تر ۱۱ زرو پوري مثبتي پېښي لري او دا هیواد په نړۍ کي تر ټولو ځپل سوئ هیواد دئ، چي تراوسه یې په ویروس اخته ۷۴ زرو پوري مړي ورکړي دي.

بلخوا په اروپا کي کرار کرار کاروبارونه ته اجازه ورکول کیږي چي بیا پرانیستل سي او په ورزشي لوبو فوټبال کي یې ځینو کلبونو تمرینات پیل کړي او په راتلونکو لسو ورځو کي یې ځیني لیګونه بیاځلي پیلیږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button