نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

کرونا وېروس: ماشي هم کورونا ویروس انتقالولۍ شي

دکرونا و یروس د هرات په شمول د هۍواد یو شمېر نور ولایاتو ته هم رسيدلۍ او ۱۲۰۰ نه یی ډۍر خلک نیولي دي .که څه هم دا ویروس د انسانانو ته د زیان سره سره د ژوند په نورو اړخونو هم اغېز کړۍ او په ټوله کې بیا د افغانستان یی ډۍر اسر کړۍ

هوا ګرمېدو ته ټولې نړۍ د اومېد سترګې نيولې دي، چې هوا ګرمه شي نو نوی کورونا ويروس به په خپله له منځه لاړ شي، د خلکو دا هيله بې ځايه نه ده، ځکه تر ننه پورې مطلق اکثریت ويروسونو ګرمۍ ته تاب نه دی راوړی، خو دا چې کورونا نوی ويروس دی، په هکله يې په غوڅ ډول دا ادعا کول چې د ګرمۍ له راتګ سره به په خپله ورک شي لږ بې بنسټه غوندې ده، دا هيله نه يوازې چې د کورونا ويروس د نوي توب له کبله يو څه پیکه شوې، بلکې همدا اوس په ګرمو عربي او افريقايي هېوادونو کې ددې ويروس سرایت هم دا هيله يو څه ماتوي چې په ګرمۍ کې دې نوی کورونا ويروس په خپله ورک شي.

که داسې وشي چې له بده مرغه په ګرمۍ کې يانې د اوړي په راتګ سره هم نوی کورونا ويروس ورک نه شي نو د خطر يو بل اواز هم د غوماشو راتګ دی، په اوړي کې غوماشي بيا راپيدا کېږي، په ځانګړي ډول په ګرمو سيمو، لکه د هېواد ختیځ او پېښور کې بيا د غوماشو د ډېروالي له کبله خلک د شپې خوب نه شي کولی او ورځ بیا د غوماشو لخوا چيچل شوي ځایونه ګروي.

اوس د ډېرو پوهانو او خلکو په ذهنونو کې دا خبره ګرځي چې که غوماشي په خپله په نوي کورونا ويروس اخته شي، چې احتمال يې زيات دی، ځکه دوی د هر شي سره تماس کوي او بيا همدا غوماشي انسانان چيچي، اوس نو وېره دا ده چې په دې ډول به د غوماشو په واسطه هم د نوي کورونا ویروس سرايت او انتقال ممکن شي، خلک په دې اوس زياته وېره لري چې غوماشو پخوا د ډېرو ناروغیو په انتقال کې رول درلود.

د روغتيا نړيوال سازمان په دې هکله چې نوی کورونا ويروس د غوماشو له لارې انتقالېږي که نه، ويلي و چې په دې هکله تراوسه کوم ثبوت نشته، موجود معلومات ښيي چې دا ويروس د وينې له لارې نه انتقالېږي، د روغتیا نړیوال سازمان همداراز ويلي چې د پوستکي له لارې هم دا ويروس نه انتقالېږي تر هغه چې د تنفسي لارو دننه نه شي.

د روغتيا د نړيوال سازمان د اعلاميې هخوا د استانبول د پوهنتون د طب فاکولتې د ميکروبيولوژي د برخې مشر پروفيسور هالوک اراکسوی وايي چې کورونا ويروس يوازې په ژوندۍ حجره او بدن کې ژوند کولی شي، کورونا ويروس د غوماشي په بدن کې ژوندی نه شي پاتې کېدای، له همدې کبله خلکو ته پکار نه ده چې په دې هکله بې ځایه وېره خپره کړي

د کرونا ویروس په ټولې نړۍ کې څه باندې ۱۹۱۰۰۰ کسان مړه کړي دي. په امریکا کې د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس دا مهال د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو او سیمو کې خپور شوی دی. په ټولې نړۍ کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر تر دې دمه څه باندې ۲.۷ میلیون دی او ورځ په ورځ زیاتیږي. کروناویروس تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې مړه کړي چې څه باندې ۴۹زره دي. ایټالیا په نړۍ کې دویم هېواد دی چې د کرونا له کبله په کې ډېر کسان مړه شوي دي. کرونا وبا په دغه هېواد کې تر دې دمه څه باندې ۲۵۵۰۰ کسان مړه کړي دي. په هسپانیا کې بیا شاوخوا ۲۲۱۵۷ کسان مړه شوي دي. فرانسه په نړۍ کې څلورم او په اروپا کې درېیم هېواد دی چې دغه ویروس په کې ډېر کسان مړه کړي چې شمېر یې شاوخوا ۲۱۹۰۰ کسانو ته رسیږي

دیادونې وړ ده چې افغانستان د کرونا ویروس سره مبارزې کې اوسمهال تېز شوي دي او کوشش کوي چې د عامو وګړو ته خه خدمات وړاندې کړي  .

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button