نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

کرونا وېروس: په نړۍ کې د مړو شمېر له ۳۰۰ زره اوښتی دۍ.

د کويډ۱۹ ناروغي یو وبایي ناروغي ده.ټوله نړۍ له دې ناروغۍ نور په تنګ شوې ده او ښايي دغه ناروغي نور وخت هم ونیسي او نړۍ نوره هم متاثره کړي. د جانز هایکنز پوهنتون تازه شمېرې ښيي چې تر په نړۍ کې د کورونا وېروس ټولټال تایید شویو ناروغانو شمېر ۸۸۶,۴۰۵,۴ کسانو ته رسېدلی دی. د دغې ناروغۍ له کبله تر اوسه د مړو شویو کسانو شمېر تر ۳۰۰ زره تنو اوښتی

همداراز د رغېدلو کسانو شمېر ۷. ۳۵ سلنه کسانو ته رسېږي. دغه اداره وايي، په امریکا کې د کوویډ – ۱۹ وېروس ناروغانو شمېر ۱,۴۰۰,۵۰۰ تنو ته رسېدلی، چې د نړۍ بل هر هېواد پرتله ډېر دی. د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبه کې چارواکي وايي، د۱۷۱ نویو ناروغانو له ثبت کېدو سره په صوبه کې د ټولټال تایید شویو نارغانو شمېر ۵۴۲۳ تنو ته رسېدلی او د نهو ناروغانو له مړینې وروسته د کوویډ – ۱۹ له کبله د ټولټال مړو شویو کسانو شمېر ۲۸۴ کسانو ته رسېدلی دی.

د پښتونخوا صوبايي روغتیا اداره وايي، تر اوسه ۱۵۰۵ وګړي له دې ناروغۍ رغېدلي دي. د کورونا وېروس له کبله تر اوسه په نړۍ کې د مړو شویو کسانو شمېر نژدې درې لکه (۲۹۹,۸۷۳) کسانو ته رسېږي. د رسمي شمېرو له مخې په فرانسه کې د دغې ناروغۍ له کبله د مړو شمېرو د اسپانیا پرتله زیات دی. فرانسه کې ۲۷،۴۲۵ او په اسپانیا کې ۲۷،۳۲۱ کسان د کوویډ – ۱۹ ناروغي له کبله مړه شوي دي.

دانکلینډ دولت د تازه اټکل له مخې په دغه هېواد کې له کورنا وېروس سره د مبارزې پر چارو ۱۲۳ اعشاریه درې میلیارده پاونډه لګښت شوی دی. د فرانسېدولت  ویلي، که چېرته د دې هېواد د درمل جوړونې لوی شرکت سنوفيد کورونا وېروس ضد واکسین جوړولو کې بریالی شي، نو پکار نه ده چې د امریکا بازار ته یې لومړی وړاندې کړي، او که داسې یې وکړل نو فرانسې ته به د منلو نه وي

د فرانسې وزیراعظم اېډورډ فېلپس وایي، ټول هېوادونه باید دې واکسین ته یو شان لاسرسی ولري، او په دې چاره کې هېڅ چنې وهل نه دي پکار. د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې دا مهال د کورونا وېروس ضد واکسین چمتو کولو هڅې روانې دي، دا ډول واکسینونه عموماً تر یو کال وخت نیسي چې جوړ شي.

دا هم باید یاده کړوچې اوسمهال د نورو هېوادنو په څېر پاکستان او هند هم کوشش کوي چې د کرونا ناروغي لپاره څانګړي درمل جوړ کړي او د ازمایښت لپاره یی وړاندې کړي دوي وایی که چېرې دغه درمل کامیاب شو نو کوشش به وکړي چې د ډېرو خلکو درملنه وربادې وکړي.

ټوله نړۍ کې اوسمهال د کرونا ویروس ټولو نه زیات په امریکا کې مثبت پېښې ډېرې دي له دې وړادې لومړۍ ځل دغه وېروس په چين هېواد کې مخې ته راغۍ او د چين هېواد نه بیا نوزو ګڼ شمېر هېوادونو ته ورسېد

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button