لوبېلوبې خبرونه

کرکټ؛ د افغانستان تنکیو زلمیو نیپال ته ماته ورکړه

د تنکیو تنکیو زلمو اسیايي جام کې د افغانستان لومړی بری د نیپال په ماتولو سره پیل شو

له ۱۹ کالونو څخه د کم عمره ځوانانو په روان اسیایي جام کې افغان لوبډلې نیپال ته په ماته ورکولو سره خپله لومړی بریا خپله کړه.

افغان تنیکو ځوانانو دغې لوبه کې د جمشېد ځدراڼ سلیزې پر مټ نیپال ته په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۲۶۲ منډو هدف ټاکلی و چې په بدل کې یې د نيپال ټوله لوبډله د ۱۸۸ منډو جوړولو وروسته په ۴۰م اوور کې وسوځېده.

د جمشید ځدراڼ ځلېدل

په دې لوبه کې د افغان لوبډلې په ګټه جمشېد ځدراڼ ۱۰۶ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.

دی په دې سیالیو کې لومړۍ لوبغاړی شو چې دومره منډې کوي.

نور ولولئ: د لوبې پر مهال د راشد خان حرکات او د هغه راښکونکې ننداره

نور ولولئ: راشد خان ولې له بېګ‌باش سیالیو بهر کړی شو

په نورو ځوانانو کې نعمان شاه د لوبډلې په ګټه ۶۰ او رحیم الله زرمتي ۳۵ منډې جوړې کړې خو په وروستیو کې د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې وېکټې یوه بل پسې ولویدې.

له دې مخکې د دې لوبې پچه نیپال وګټله خو لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د افغان لوبډلې د ۲۶۲ منډو په تعقیب نیپال خپله لومړۍ وېکټه په اولو اورونو کې له لاسه ورکړه، دویمې لږ ډېر مقاومت وکړ خو ورپسې افغان بالرانو یوه بل پسې وېکټې واخیستې او لوبه یې د ۷۳ منډو په توپیر وګټله.

د سیالې لوبډلې پر وړاندې افغان توپ اچوونکي

په دې لوبه کې د توپ اچونې پر مهال د تنکیو ځوانانو افغان لوبډلمشر نصیر خان معروف خېل او خلیل احمد د سیالې لوبدلې درې-درې لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان له ۱۹ کالونو څخه کم عمره لوبډلې خپله لوبه وړمه ورځ هند ته په ۷ وېکټو بایللې وه.

د افغانستان دا لوبډله د اسیايي جام دغو سیالیو په الف ګروپ کې ده او بله لوبه یې له پاکستان سره ده.

د همدې اسیايي جام په بله لوبه کې نن پاکستانۍ لوبډلې هندوستان ته په ۸ وېکټو ماته ورکړه.

د اسیا د کرېکټ شورا لخوا په خپاره شوې مهالوېش کې ښکاري چې دې اتلوالیو کې ګډون کونکي لوبډلې په دوه ګروپونو وېشل شوې او په هر ګروپ کې څلور لوبډلې دي.

د افغانستان له ۱۹ کالونو څخه کم عمره لوبډلې خپله لومړۍ لوبه هند ته په ۷ وېکټو بایللې وه

له هر ګروپه به د سر دوه لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار مومي او د نیمه پایلوبې ګټونکي به د دسمبر په ۱۷مه پایلوبه کې سره مخ کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button