لوبېلوبې خبرونه

کرکټ؛ نن اسیا کپ سیالیو کې افغان ملي لوبډله له سریلانکا سره مخامخ کېږي

افغان ملي لوبډله به د کرېکت اسیا کپ سیالیو کې نن له سریلانکا سره د سیالۍ ډګر ته کښته کېږي

دغه دواړه لوبډلې به نن د کابل پر وخت دوه بجې، د لاهور په قذافي لوبغالي کې د یو بل پر وړاندې د بریا بخت وازمایي.

د اسیا کپ په ګروپي لوبو کې به دا د افغانستان وروستۍ لوبه وي، ځکه افغانستان خپله لومړۍ لوبه د یک شنبې په ورځ بنګله دېش ته بایللې وه.

نور ولولئ: افغان کرکټ ملي لوبډله اسیا کپ سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته لاړه

سریلانکا د اسیا جام د تېر پړاو اتله لوبډله ده او روان کال یې یوولس یو ورځنۍ لوبې سر پر سر ګتلي دي؛ خو د افغانستان ملي لوبډلې بیا خپلې پنځه یو ورځنۍ لوبې سر پر سر بایللې دي.

افغان لوبډله باید په لوړ توپیر وګټي

د کرېکټ مبصرین وايي، که افغانستان په لوړ توپیر یاده لوبه له سریلانکا وګټي، نو د دې امکان شته چې افغان لوبډله به په اسیا کپ سیالیو کې د څلور غوره لوبډلو پړاو ته لار پیدا کړي.

د افغانستان او سریلانکا تر منځ د لوبې د وړاندوینې او د افغانستان د بریا په اړه د کرېکت اېنفو د تبصرې له مخې، که افغانستان په ننۍ لوبه کې ۲۷۵ منډې جوړې کړای شي او د سریلانکا لوبډلې ته د ۶۵ منډو په توپیر ماتې ورکړي، یا که برعکس افغان لوبډله هدف پوره کوي باید په ۳۵ اورونو یا تر هغه مخکې د سریلانکا له لوري ټاکل شوی هدف پوره کړي. په دې ترتیب د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته د افغان لوبډلې د تګ امکان شته؛ خو دا به د افغان لوبډلې لپاره خورا ستونزمنه وي.

نور ولولئ:  افغان کرکټ ملي لوبډله جون مياشت کې سريلانکا ته د سیالیو لپاره ځي

افغانستان او سریلانکا تر دې مهاله په لس یو ورځینو لوبو کې مخامخ شوي، چې له دې لوبو شپږ سریلانکا ګټلې او درې افغانستان او یوه لوبه بې پایلې پاتې شوې وه.

دا وروستۍ ګروپي لوبه ده

په اسیا کپ سیالیو کې د افغانستان او سریلانکا لوبډلو تر منځ ننۍ ورستۍ ګروپې لوبه ده، تر دې وروسته به د څلورو غوره لوبډلو تر منځ د اتلولۍ د پړاو لپاره لوبې پیل شي.

په دغو سیالیو کې د الف ګروپ څخه پاکستان او هند د څلور لوبډلو غوره پړاو ته لار موندلې ده.

د اسیا کپ دغه سیالۍ د پاکستان او سریلانکا په کوربه‌توب ترسره کېږي؛ خو د پاکستان په لاهور ښار کې په قذافي لوبغالي کې د بنګله دېش او افغانستان تر منځ د تېرې یکشنبې په ورځ د لوبي پر مهال افغانانو لوبغالي ته د ورتګ پر مهال د پاکستان څخه سخت شکایت لاره.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button