لوبې

کرکټ بورډ: اګست میاشت کې ایرلېنډ سره لوبې لرو

د افغانستان کرکټ بورډ نن رسنیو ته ویلي، چې ملي لوبډله به د راتلونکې اګست میاشت کې ایرلېنډ ته سفر ولري او هلته به په سټورمونټ لوبغالي کې له کوربه لوبډلې سره شل اوریزې لوبې ترسره شي.

دغه لوبې چې د اګست میاشتې میاشتې له ۹مې نیټې به پیل شي او تر ۱۷مې نیټې به دوام وکړي، د راتلونکي نړیوال جام ته د چمتوالي په موخه برابرې شوي دي.

د کرکټ بورډ اجراییوي مشر نصیب خان ویلي دي چې افغانستان له یوې لسیزې راپدیخوا له ایرلینډ سره د لوبې کولو ډېره تجربه لري او دا لوبه به د دواړو ترمنځ غوره بڼه خپله کړه.

نور یی ولوله | په ترکیه کې د مارشال دوستم په کوربتوب د افغان سیاستوالو ناسته

هغه زیاتوي، موږ په نږدې راتلونکي کې له ایرلینډ سره یوه ټیسټ او درې یو ورځنیو لوبې هم لرو. د ویلو ده چې دا لوبې کوم بل وخت ترسره شي.

د افغانستان او ایرلېنډ لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه د اګست په ۹مه، دویمه ۱۱مه، دریمه ۱۲مه، څلورمه ۱۵ او پنځمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه د همدې میاشتې په ۱۷مه ترسره کېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button