لوبېلوبې خبرونه

کرکټ نړیوال جام؛ سبا به بنګله‌دېش او افغانستان له یوه او بل سره مخامخ شي

د کرکټ نړیوال جام سیالیو دویمه لوبه سبا په هند کې د افغانستان او بنګله‌دېش تر منځ کېدونکي ده

دا سیالي سبا شنبې د درمشاله په ښار کې ترسره کېږي. افغانستان د نړیوال جام تمریني لوبه کې سریلنکا ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړې.

نور ولولئ: کرکټ؛ افغانستان سري لانکا ته ماتې ورکړه

که څه هم د دې نه وړاندې د اسیا جام لوبه کې بنګله دېش افغانستان نه د ۸۹ رنزونو په لوی توپیر سره لوبه ګټلې وه، خو تمریني لوبې کې د افغان توپوهونکو ښې لوبې ته په کتو د شنبې د ورځې لوبه به هم ډېره په زړه پورې وې.

دا ځل به افغان لوبغاړي څنګه وي؟

د افغانستان کرکټ بورډ بار بار ویلي چې افغان لوبډله تر نورو وختونو قوي او ښه لوبېدلی شي.

ډېر داسې فکر کېږي چې افغان ټیم به د سریلنکا په وړاندې د تمریني لوبې لوبغاړو سره مېدان ته کوزېږي.

بنګله دېش ته په تمریني لوبه کې انګلستان له بارانه یوې اغېزمن شوې سیالۍ کې ماتې ورکړې وه.

نور ولولئ:  د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړیوال جام؛ افغان لوبډله هند ته وخوځېده

بنګله دېش د ښو توپ اچوونکو ترڅنګ د نجم الحسن شانتو په څېر غښتلي توپوهونکي لري چې کله هم د لوبې لوری بدلولی شي .

په مقابل کې یې افغانستان چې د ورو یا سپېن توپ اچوونکو له پلوه په دې جام کې په لومړي سر کې دی، د رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدران په څېر توپوهونکي لري.

افغان توپوهونکي

د دې نه علاوه تمریني سیالۍ کې د رحمت شاه د تېرې ورځې ښې لوبې وښودله چې افغانستان د بېټنګ له پلوه هم د پام وړ پرمختګ کړی.

تېرو پنځو یو ورځنیو لوبو څخه بنګله دېش یوه ګټلې او یوه بې نتیجې پاتې شوې خو افغانستان خپلې ټولې وروستۍ پنځه لوبې بایللې دي.

نور ولولئ: اجي جدیجا د ملي لوبډلې مشاور روزونکی او یاده لوبډله له سریلنکا سره تمریناتي لوبه کوي

د افغانستان د دې جام دویمه لوبه به د چارشنبې په ورځ له کوربه هندوستان سره وي.

نن نړیوال جام دویمه لوبه د پاکستان او هالیڼد ترمنځ ده او پرون په لومړنۍ لوبې کې نیوزلینډ ښې توپوهنې سره انګلستان ته ماتې ورکړه او دوه پواینټونه یې ترلاسه کړل.

سبا به ګڼ افغان ننداره چیان هم لوبغاړي ته ورځي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button