کرېکټ؛ افغانستان د سیالیو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ
افغان کرېکټ بورډ د نړیوال جام او یو ورځنیو سیالیو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ
د افغانستان کرېکټ بورډ په یوه کمساري ګام سره د ۲۹ لوبغاړو نوملړ اعلان کړی او په وینا یې له دې نوملړه به وړ لوبغاړي په راتلونکو یو ورځنیو سیالیو کې د افغانستان استازولي کوي.
له همدې نوملړه ۱۹ لوبغاړي چې په ترکیب کې یې نوي لوبغاړي هم شامل دي، د بنګله دېش پر وړاندې راتلونکو یو ورځنیو سیالیو ته غوره شوي او لس نور د احتیاطي لوبغاړو په لېست کې دي.
په اصلي او ۱۹ کسیز لېست کې د افغانستان د تجربه لرونکو لوبغاړو تر څنګ ځینو نویو څېرو ته لکه ریاض حسن، شاهدالله کمال، ضیا اکبر، اظهارالحق نوید، عبدالرحمان، سلیم صافی، سید احمد شیرزاد وفادار مومند ته هم د لوبیدو هیلې ورکړل شوې دي.
پر نوو لوبغاړو کېدونکی باور
د افغانستان له ۱۹ کلنو څخه د کم عمره لوبډله کې لوبیدلي ځینې لوبغاړي اوس ملي لوبډلې ته غوره شوي
وخت نا وخت د کرېکټ مینه والو د دغو او ځینو نورو لوبغاړو د لوبېدو غږ جېک کړی او داسې ښکاري چې کرېکټ بورډ دا ځل د ډېرو خلکو غوښتنه په پام کې نیولې.
د کرېکټ شنونکو په باور افغانستان باید په ځوانو او نویو لوبغاړو تمرکز ډېر کړي، چې په راتلونکو سترو نړیوالو سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ لوبېدو ته چمتو وي.
ویل کیږي دا او ځینې نور لوبغاړي د افغانستان په کورنیو سیالیو او د دغه هېواد په استازولۍ ۱۹ کلنه لوبډله کې ښه ځلیدلي لوبغاړي دي.
په ۱۹ کسیز نوملړ کې د یادو لوبغاړو تر څنګ لوبډلمشر حشمت الله شهیدي، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه زرمتی، نجیب الله ځدراڼ، اکرام عليخېل، راشد خان، عظمت الله عمرزی، مجیب الرحمان، فضل حق فاروقي او پخوانی لوبډلمشر محمد نبي هم غوره شوي دي.
د افغان لوبډلې راتلونکې سیالۍ
کرېکټ بورډ به له دې نوملړه راتلونکي یو ورځنیو سیالیو ته لوبغاړي غوره کوي
افغانستان راتلونکي جولای میاشت له بنګله دېش سره د دغه هېواد په کوربه توب د دریو یو ورځنیو او دوه شل اوریزو لوبو لوبلړۍ لري.
په پام کې ده چې یوورځنۍ لوبې د راتلونکي جولای میاشتې له پنځمې تر یوولسمې نیټې په بنګله دېش کې وشي. شل اوریزو لوبو لپاره هم د جولای پر ۱۴مه او ۱۶مه نېټه وخت ټاکل شوی.
له دې وروسته له هند، پاکستان او زمبابوې سره هم د سیالیو یادونه شوې خو د لوبو نیټې لا رسمي نه دي اعلان شوې.
له دې وروسته اسیا جام سیالۍ د پاکستان او شري لنکا په کوربه توب او ورپسې په اکتوبر او نومبر میاشت کې نړیوال جام د هند په کوربه توب تر سره کیږي.
نور ولولئ: افغانستان په کرکټ کې شري لنکا ته ماته ورکړه
د ا ټولې یوورځنۍ نړیوالې لوبې دي
بلخوا افغانستان همدا اونۍ په ټېسټ مېچ کې له بنګله دېشه نه هیریدونکي سخته ماته وخوړه.
له دې مخکې افغانستان له شري لنکا هم د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ۲-۱ کوربه شري لنکا ته وبایلله.
له دې ماتو وروسته د کرېکټ ګڼو مینه والو د افغان کرېکټ بورډ د غوراوي پر کمېټه نېوکې کولې او وړ نویو لوبغاړو ته د چانس ورکولو غوښتنه ډېره شوې وه.
همدا میاشت د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې نوی مشر وټاکه چې په هېواد کې د ننه او بهر د کرېکټ تجربه لري.
اسدالله خان چې له دې وړاندې د قطر د ملي لوبډلې روزونکی هم پاتې شوی وړمه ورځ په یوه بیان کې وویل، افغانستان کې به کرېکټ تخنیکي کوي.
هغه ویلي افغانستان کې مسلکي لوبغاړي خورا ډېر شوي او د بورډ ټوله هڅه به دا وي، چې د دوی له منځه تر ټولو ښه لوبغاړي د افغانستان استازولۍ ته غوره کړي.