لوبېلوبې خبرونه

کرېکټ نړیوال جام: د افغانستان او اسټرالیان لوبه پیل شوه

په دې لوبه کې لومړی بیټ یا توپوهنه افغان ملي لوبډله کوي چې همدا اوس لوبه روانه ده

هند کې د کرېکټ یو ورځنیو لوبو د روان نړیوال جام په یوه ډېره مهمه سیالۍ کې نن افغانستان او استرالیا سره مخامخېږي.‌

دا سیالي او د بریا ۲ پواینټونه یې ځکه مهم دي چې دواړه لوبډلې نیمه پایلوبو ته د رسېدو هڅه کوي‌.

نور ولولئ: کرکټ نړیوال جام؛ افغان لوبډلې د ۷ ویکټو په توپیر هالنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د کوربه هند او سویلي افریقا لوبډلې وار له مخه نیمه پایلوبو ته وتلې، خو د سیمي فاینل دوه نورې لوبوونکې لوبډلې لا مالومې نه دي.‌

نور څوک پایلوبې ته وتلی شي؟

پر افغانستان او استرالیا سربېره پاکستان، نیوزیلنډ او تر یوه ځایه نیدرلنډز هم دا چانس لري،‌ چې نیمه پایلوبو ته ووځي.‌

دا روان نړیوال جام کې د افغانستان او استرالیا دواړو اتمه لوبه ده. افغانستان له خپلو تېرو اوو سیالیو څلور او استرالیا بیا پنځه ګټلې دي.

د یادونې ده چې له نیمه پایلوبو مخکې افغانستان له سویلي افریقا او استرلیا له بنګله دېش سره یوه یوه بله لوبه هم لري.

نور ولولئ: کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان له سریلنکا په لوی توپیر لوبه وګټله

خو پاکستان او نیوزیلنډ بیا وار له مخه اته – اته سیالۍ کړې، دواړو څلور څلور ګټلې او همدوره بایللې ده.

تر سیمې فاینل وړاندې د نیوزیلنډ وروستۍ لوبه له شري‌ لنکا او د پاکستان له انګلنډ سره ده.

هغه لوبډلې چې پایلوبې ته د وتلو جانس نه لري

د پواینټونو له جدول ښکاري چې انګلنډ، شري لنکا، او بنګله دېش نور نیمه پایلوبې ته د رسېدو چانس نه لري

د افغانستان او استرالیا ترمنځ ننۍ لوبه د ممبۍ په وانګېډې لوبغالي‌ کې کېږي. دا لوبه به د کابل پر وخت غرمه یوه بجه پیل شي.‌

د استرالیايي توپوهونکو په اړه ویل کېږي، چې په روان نړیوال جام کې د سپېن توپ اچونې پر وړاندې ډېر ښه نه دي لوبېدلي او افغانستان بیا د نړۍ پیاوړي سپېن توپ اچوونکي لري.

خو د استرالیا په ګټه ټکی دا بلل شوی چې د وانکېډې لوبغالي پېچ یا ویشتنځی د چینای او ډیلي په څېر، چې افغانستان پکې انګلنډ‌ او پاکستان مات کړل، سپېن توپ اچونې ته ډېر مرستندوی نه دي.

اسټرالیان نړیوال جام کې یوه قوي لوبډله بلل کېږي، خو معلومه به شي چې څه ورسره افغان لوبډله کوم ډول لوبه کوي او وبه ګورو چې د پاکستان په څېر دغه لوبډلې ته ماتې ورکوي او کنه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button