Uncategorized

کوریا ته د ولادیمیر پوتین سفر، د مسکو او پیونګ یانګ تر منځ دفاعي تړون

د روسیې ولسمشر شمالي کوریا ته له ۲۴ کلونو وروسته سفر وکړ او هلته یې له کیم جونګ اون سره دفاعي تړون لاسلیک کړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن شمالي کوریا ته په تلو د کوربه هېواد له مشر سره په دفاعي برخه کې تړونونه لاسلیک کړل، چې د مسکو او پیونګ یانګ ترمنځ پوځي او هر اړخیزې همکارۍ نور هم زیاتوي.

کیم جونګ اون دا تړون ټولیز ستراتیژیک مشارکت وباله او پر اوکراین یې د روسیې د برید ملاتړ هم وکړ.

دغه تړون سوله‌پال بلل شوی

د رویټرز د راپور له مخې، کیم جونګ اون خبرغونډه کې وویل «دا تړون بلکل سوله پال او دفاعي دی» او زیاته یې کړه، چې له سره به د مسکو او پیونګ یانګ ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او دفاعي برخه کې همکاری زیاته شي.

د هغه په خبره، زموږ دوو هېوادونو اړیکي له اتحاد هم پورته شوي دي.

نوموړي له پوتین سره د خبرو په لومړیو کې د اوکراین جګړه کې د مسکو ملاتړ وکړ.

نور ولولئ: ولادیمیر پوتین منځني ختیځ ته په تاریخي سفر لاړ

نور ولولئ: پوتین: “که اوکراین ته لویدیځوال ځواکونه واستوي، د اټومي جګړې امکان ډېرېږي”

د روسیې دولتی رسنۍ ریا وايي، ښاغلي پوتین د کیم جونګ اون مننه وکړه چې د اوکراین په ګډون د روسیې له سیاست پرلپسې او نه کمېدونکی ملاتړ کوي.

afghan (54)
شمالي کوریا ته د ولسمشر پوتین سفر او د هغه هېواد له مشر سره لیدنه

ښاغلي پوتین په دې غونډه کې ویلي چې مسکو د امریکا او د هغې د ملګرو له امپریالیستي او هژمونیک سیاست سره مقابله کوي.

روسیه د غرب له مقابل کې د شمالي کوریا ملاتړ کوي

نوموړي شمالي کوریا ته تر روانېدو مخکې ویلي و، چې مسکو د واشنګټن په مقابل کې د پیونګ یانګ ملاتړ کوي.

شمالي کوریا ته د روسیې د ولسمشر د سفر په درشل کې ناټو ویلي و چې دا سازمان وېرېږي مسکو به د پیونګ یانګ د توغندیز او اټومي پلان ملاتو وکړي.

شمالي کوریا ته په سفر کې له ولادیمیر پوتین سره د بهرنیو چارو، دفاع، روغتیا او ټرانسپورټ وزیران او نور لوړپوړي چارواکي هم دي.

دا له نږدې څلرویشتو کلونو راهیسې لومړی ځل دی چې د روسیې ولسمشر شمالي کوریا ته ځي.

ولادیمیر پوتین تېر سپټمبر د سوچي غونډې ته د شمالي کوریا مشر بللی و او هغه وخت کیم جونګ اون ښاغلی پوتین پیونګ یانګ ته ور وباله. په اوسنۍ لیدنه کې ښاغلي پوتین بیا کیم جونګ اون ته د مسکو د سفر بلنه ور کړه.

د یادونې وړ ده چې شمالي کوریا ته د ولسمشر پوتین سفر امریکا، ناټو او د هغه متحدین اندېښمن کړي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button