ژوند او ټولنه

کوم ماشوم چې د غوا شودې څښي کد ېې لوړیږي

کوم ماشوم چې د غوا شودې څښي کد ېې لوړیږي.د یوې نوی ریسرچ له مخې څېړونکو ویلي، که چېرته ماشوم د غوا او مېښې د شېدو پرځای نورې شېدې استعمال کړي، نو قد یا ونه یې ټیټه پاتې کېږي.او هیڅ وحت ېې کد نه جګیږي.

په دې اړه ویل کېږي چې له پنځو زرو څخه په ډېرو ماشومانو څېړنې وشې او معلومه یې کړه هغه ماشومان چې د غوا د شېدو پرځای نورې شېدې کاروي قد یا ونه یې ټیټه پاتې کېږي.د کاناډا د سینټ مایکل روغتون ډاکتر جوناتن میګویری او ملګرو یې چې ذکر شوې څېړنه ترسره کړې وایي چې، تر دوو کلونو پورې باید ماشوم ته د مور شېدې ورکړل شي

او په دې مهال کې د غوا له شېدو ډډه وشي، ځکه چې د غوا په شېدو کې موجود پروټین او نور مواد ماشوم نه شي هضمولی، خو له دوه کلنۍ وروسته باید د غوا شېدې ضرور ورکړل شي کنه نو د ماشوم پر وده منفي اغېزې وکړي.ویل کېږي چې د غوا په شېدو کې د دماغو او هډوکو لپاره اړین توکي لکه پروټین، کلسیم او نور اړین غوړ موجود وي.

او له دوه کلنۍ وروسته د ماشوم لپاره لازمي ګڼل کېږي.په دې هکله د ترسره شوې څېړنو له مخې ویل کېږي هغه ماشومان چې د غوا شېدې نه څښي د هغوی په پرتله یې د غوا شېدې څښي، صفر اعشاریه چلور سانتي ونه یې ټيټه وي.

img 20210330 101152

په درې کلنۍ دغه توپیر تر یو نیم سانتي رسېږي، ښاغلي ډاکتر جوناتن وایي چې په یوه پیاله د غوا په شېدو کې شپاړس ګرامه پروټین ړي چې د ماشوم اړتیا پوره کوي.او باید ټولې میندې خپلو ماشومانو ته زر تر زره د غوا شوده پیل کړي تر څو وده زر وکړي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button