کونړ کې د قیمتي ډبرو د پلور له امله طالبانو ۴ میلیون افغانۍ تر لاسه کړي
اړوند خبرونه:
د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج
شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي
کونړ کې د ٤٠ اعشاریه څلور میلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې د ازادې داوطلبۍ له لارې وپلورل شوې.
دا ډبرې د ځايي طالب مسوولینو او سوداګرو په حضور کې وپلورل شوې چې له درکه یې څه باندې څلور میلیونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته وسپارل شول.
د کونړ مرکز اسعداباد ښار کې د ښاروالۍ پر مټ د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو د پېر او پلور په موخه جوړ شوی مارکیټ کې د ګران بیه ډبرو ازاده داوطلبي ترسره شوه.
سیمهییز طالب مسوولین وايي، د دغې آزادې داوطلبۍ له لارې د ٤٠ اعشاریه څلور میلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې وپلورل شوې چې د هېواد له بېلابېلو برخو کې په کې د ګران بیه ډبرو کارباریانو ګډون کړی وو.
د کونړ د کانونو او پټرولیم رييس، محمد شیرین وايي:( نن د ۴۰ اعشاریه څلور میلیونه افغانیو بولي وشوه او ډبرې په کې خرڅې شوې، چې اسلامي امارت خزانې ته ۴ میلیونه ۴۱ زره افغانۍ عواید جمع شول.)
دا مهال د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو کاروباریان له طالبانو د لازیاتو اسانتیاو برابرولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنې لري.