ټکنالوجي

ګرځنده موبایلونه اووایفای بې اولادۍ زیاتوي

چاغوالی او دخانیاتو کارول په نارینه وو کې د عقامت (بې اولادۍ) احتمال زیاتوي او د ځینو څېړنو پر بنسټ، د وای فای څپې او ګرځنده موبایل کارول هم د نارینه وو په شنډتوب اغېز لري.

د ایران د روغتیايي زده کړو د پوهنتون استادې نیما نریمانی، ایرنا ته وویل: په نړۍ کې د عقامت منځنې اوسط ۱۵ سلنه دی. نوموړې دې ته په اشارې جې د عقامت عوامل ۵۰ سلنه په نارینه او ۵۰ سلنه نور په ښځې پورې تړاولري، وویل: “د نارینه وو د کاري چاپېریال او ځینو خطر لرونکو شرایطو سره مخېدل، له دې جملې په ګرم چاپېریال کې کار کول، د کیمیاوي موادو سره تماس، د زهري ګازونو استنشاق او داسې نور عوامل په نارینه وو کې د بې اولادۍ سبب کېږي.”

هغې زیاته کړه: “د ژوند ناسم حالتونه هم د بې اولادۍ سبب کېدای شي، مثلاً له خطره ډکې جنسي اړیکې او له دې لارې د مېکروبونو انتقال د احتمالي شنډتوب لامل کېږي، همدارنګه د سېګرټو، قیلون او د الکولي مشروباتو کارول، په بې اولادۍ کې خورا لوی رول لري.”

نوموړې چاغوالی د بې اولادۍ یو بل لامل یاد کړ او ویې ویل: “د خوړو د بدلونونو له امله چاغوالی په ټولنه کې مخ په زیاتېدو دی او دا مسئله هم په ښځینه او هم په نارینه وو کې د عقامت لامل کېږي.”

د یورولوژي د برخې دې متخصصې وویل: “کوم نارینه چې ګرځنده موبایلونه د کالیو په بغل جیب کې ګرځوي یا لپ ټاپ په پښو (ورنونو) ږدي، د بې اولادۍ ګواښ یې ډېر زیاتېږي.”

هغې وویل دا چې د بې اولادۍ څخه مخنیوی زیات ارزښت لري، زیاته کړه: که څه هم نن ورځ نړۍ د بې اولادۍ د ستونزې د حل په برخه کې ستر بریالیتوبونه لاسته راوړي، خو بیا هم د خلکو د پوهاوي او د دې عواملو په مخنیوي کې باید غفلت ونشي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button