ځایی

یوناما هرات کې پر شیعه‌ګانو وروستی برید وغانده

په افغانستان کې یوناما پر اېکس پاڼه په هرات کې د شیعه‌ګانو پر جومات وروستی برید غندلی دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په هرات کې پر شیعه لمونځ‌کوونکو برید غندلی دی.

یوناما سې‌شنبه د غويي پر ۱۱مه مه په هیواد کې د شیعه‌ګانو د خوندیتوب لپاره د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

افغانستان کې د شیعه‌کانو د خوندیتوب غوښتنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي دي: «د عاملانو لپاره څېړنه او حساب ورکونه او د افغانستان شیعه ټولنې لپاره د خوندیتوب اقداماتو ته بیړنۍ اړتیا ده.»

د هرات په محمدیه ښارګوټي کې تېره شپه د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې د څلورو نارینه‌وو، یو ماشوم او یوې ښځې په ګډون شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

تر اوسه د دغه بريد پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.

نور ولولئ: طالبان د ښځو د نیونو په تړاو د یوناما اندېښنې بې ځایه بولي

نور ولولئ:  یوناما وايي، ۱۵ زره کسان د طالبانو په زندانونو کې پراته دي

ایران، داعش ګډ دښمن بولي

په هرات کې د شیعه‌ګانو پر جومات د وسله‌وال برید غبرګون کې، په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې تهران په افغانستان کې د «ترهګرۍ» پر وړاندې مبارزه کې له طالبانو سره همکارۍ ته چمتو دی.

حسن کاظمی قمی 1
کابل کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی سید کاظمي قمي

په کابل کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په هرات کې پر شیعه لمونځ‌کوونکو وروستي برید ته له اشارې پرته ویلي چې ترهګري او په ځانګړې توګه د داعش خراسان څانګه د ایران، افغانستان او سیمې لپاره ګډ ګواښ دی.

قمي دا څرګندونې سې‌شنبه د غويي پر ۱۱مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي دي.

هغه زیاته کړې ده: «موږ له دغه ګډ ګواښ سره په مبارزې کې افغانستان خپل شریک ګڼو او په دې حوزه کې همکاري به یو لومړیتوب وي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په هرات کې د وروستي بريد پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.

په هرات کې د شیعه‌ګانو پر جومات د وسله‌وال برید غبرګون کې، په کابل کې د ایران سفارت هم ویلي چې تهران په افغانستان کې د «ترهګرۍ» پر وړاندې مبارزه کې له طالبانو سره همکارۍ ته چمتو دی.

په کابل کې د ایران سفارت همداراز د دغه برید د عاملانو د پېژندلو او مجازاتو غوښتنه کړې ده.

د هرات د وروستي برید په پایله کې د څلورو نارينه‌وو، يو ماشوم او يوې ښځې په ګډون شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button