یونېسف: تر ۲۰۳۰ کال په کابل کې د ځمکې لاندې د اوبو د اوچېدو خطر دی
یونېسف وايي، که لاس په کار نه شو تر ۲۰۳۰ کال به په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبه وچې او خلک به له ستونزو سره مخامخ شي
پر افغانستان د نړیوال اقلیمي بدلون اغېز شوی او په هلمند، کندهار، زابل، غرني، ارزګان، فراه او نورو ولایتونو کې تر ځمکې لاندې د اوبه کچه ټیټه شوي ده، خو تازه یونسېف وايي، که چېرته لاس په کار نه شو، نو په کابل کې به هم تر ۲۰۳۰ کال پورې تر ځمکې لاندې اوبه وچې او خلک به له ستونزو سره مخامخ شي.
دغه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، د اقلیم بدلون او د چټک ښاري کېدو له امله به تر ۲۰۳۰م کاله په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبه وچې شي.
د اوبو کمښت او بشري ناورین
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبو د کمېدو په اړه اندېښنه ښودلې.
د افغانستان لپاره د یونیسف سازمان مسولینو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې اوتنبایوا په کابل ښار کې د یوې سیمې له لیدنې وروسته ویلي، چې په کابل کې د اوبو کمښت یو بشري ناورین دی.
یونیسف د سې شنبې په ورځ د (لړم ۸مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي؛ که لاس په کار نه شو نو تر ۲۰۳۰م کال به په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبه وچې شي.
نور ولولئ: د روغتیا لپاره د شیدو څښلو ګټې
نور ولولئ: د انسان روغتیا ته د فضايي سفر خطرونه
یونیسف په کابل کې تر ځمکې لاندې د اوبو د زیرمو د وچېدو لامل اقلیمي بدلون ګڼي.
سملاسي مرستو ته د خلکو اړتیا
د افغانستان لپاره د یونیسف مسول پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په کابل کې د اوبو کمښت یو بشري ناورین دی او خلګ سملاسي مرستې ته اړتیا لري.
نوموړي له مرستندویه ادارو څخه غوښتنه کړې، چې ژر ترژره دې د ماشومانو او د هغوی د کورنیو د ژغورنې لپاره لاس په کار شي.
په کابل کې د تر ځمکې لاندې اوبو زیرمو وچیدو په اړه د ګڼو کابل مېشتو ژوند له ستونزو سره مخ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو څه موده وړاندې ویلي و، چې د کابل لپاره د پنجشیر سیند د اوبو پروژه به ډیر ژر پیل کړي، خو تر اوسه لا هم په دې اړه کوم پرمختګ نه دی شوی.
د یادونې وړ ده چې په کابل کې د اوبو رسولو شبکې په نشت حساب دي.