نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

۱۰ اسراییلیان او ۳۰ تنه فلسطینیان ازاد شوي

د رسنیو د راپورونو په اساس لس اسراییلیان او ۳۰ تنه فلسطینیان خوشي شوي دي

۱۰ اسرائیلیان او ۳۰ فلسطینیان خوشي شول، په جنین کې د دوو ماشومانو په ګډون څلور کسان وژل شوي

د اسرائیلي زندانونو چارواکي وايي، نن چهارشنبه یې ۳۰ نور فلسطیني زندانیان خوشي کړي دي. دا د شپږ ورځني اوربند هوکړې یوه برخه ده، چې له مخې یې د یرغمل شویو اسرائیليانو بدل کې هغه فلسطینیان خوشي کېږي، چې د اسرائیل په زندانونو کې بندیان وو.

د خوشي شویو فلسطینیانو نومونه او هویت په هکله تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

نور ولولئ:  د حماس او اسراییلو تر منځ د یرغمل او زنداني کسانو تبادله روانه ده

نور ولولئ: جوبایډن د اسراییل او حماس تر منځ د لنډمهاله اوربند د غځېدو هڅې کوي

له دې مخکې حماس لس یرغمل شوي فلسطینیان او څلور تایلنډیان خوشي کړل. اسرائیلي چارواکو له دې مخکې وویل، هغه دوې روسۍ-اسرائیلۍ ښځې هم اسرائیل ته رسېدلې، چې د چارشنبې پر ورځ خوشې شوې وې.

د یادونې ده، چارشنبه د اسرائیل او حماس تر منځ په غزه کې د اوربند شپږمه ورځ وه او په دې هکله خبرې روانې دي، چې که د دې اوربند غځولو لپاره لاره، چاره وموندل شي.

د دوو ماشومانو د وژل کېدو راپورونه

بل لور په لوېدیځه غاړه کې فلسطیني چارواکي وايي، د اسرائیلي ځواکونو یوې چاپې په ترڅ کې د دوو ماشومانو په ګډون څلور فلسطینیان وژل شوي دي.

د امنیتي کمرو په اخیستل شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې اته کلن ادم الغول او ۱۴ کلن باسل ابو الوفا په همدې پېښه کې په جنین ښار کې په ډزو وژل کېږي.

اسرائیلي ځواکونه وايي، مشکوکو کسانو چاودیدونکي توکي د دوی پر لور وروغورځول او امنیتي ځواکونو پرې ځوابي ډزې وکړې.

د باسل ابو الوفا مړی د حماس په بیرغ کې نغښتل شوی و، چې د خپلوانو په خبره یې خوښ نه و.

په چاپه کې د ترهګرو د وژل کېدو ادعا

اسرائیلي ځواکونو دغه راز ادعا کړې، چې د دې چاپې ترڅ کې یې دوه ”لوړپوړي ترهګر ” هم وژلي دي.

د العربیه په ګډون د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي دي، چې یو بس چې تازه شوي فلسطینیان پکې ناست وو، په رامله سیمه کې لیدل شوی دی. له تېرو شپږو ورځو راهیسې چې د حماس او اسرائیل تر منځ اوربند شوی، دا یوه مهمه لاره وه.

بل لور د امریکا بهرنیو چارو وزیر له هغه راهیسې چې د اکتوبر پر ۷مه د اسرائیل او حماس تر منځ د جګړې له پیل وروسته دریم ځل اسرائیل ته په یوه سفر تللی. انتوني بلېنکن په تل ابیب کې له اسرائیلي چارواکو سره د شپږ ورځني اوربند پر غځولو او دغه راز غزې ته د نورو مرستو لېږد پر اجازې خبرې کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button