ژوندسات تيري

۸ هغه عام خواړه چې الرجي لري

دلته هغه عام خواړه درپېژندل کېږي چې کولی شي تاسو ته الرجي پیدا کړي

له دې اته ډوله عامو خوړو لوبیا، غوزان، پيسته، ماهي او نور عبارت دي چې په خوړو کې دوی په زیاته اندازه د الرجي د پیدا کېدو سبب کېږي. د ځینو خوړو الرجي عامه خبره ده، خو دا خواړه ٪۶ تنکي ځوانان او ٪۸ ماشومان په دې ستونزه اخته کېږي او دا سلنه نور هم لوړه ځي.

نور ولولئ: هغه خواړه چې د مور شیدي ډېروي

نور ډېر خواړه د الرجي لامل کېدای شي، خو دغه اته ډول خواړه ٪۹۰ د الرجي لامل کېږي. ددې خوړو د الرجي نښې، څوک په خطر کې دي او ددې په مخنیوي کې باید څه وشي؟

د یادو خوړو الرجي څه شی ده؟

په خوړو کې الرجي هغه حالت دی چې عکس العمل یې د انسان لپاره غیر طبیعي وي. دا ستاسو لپاره په معافیت سیستم کې غیر طبیعي حالت رامنځته کوي او هغه پروټین یې د اذیت سبب کېږي. ددې د مخنیوي لپاره باید تاسو خوندي اقدامات ترسره کړی او مخه یې ونیسی. هغه خلک چې د خوړو الرجي لري، نو د ډېرو لږو خوړو په خوړلو سره ناروغ کېدلی شي.

د یادو خوړو د الرجي نښې

دغه علایم یا نښې کېدای شي د خوړو له خوړلو څو دقیقې، ساعتونه او یا ورځ وروسته راښکاره شي چې په دې د مخ پوستکي زیړوالی، په مشکل د ساه اخیستل، د وینې ټیټ فشار، کانګې او ورته نور وي. که چېرته دا علایم لری نو داد خوړو له امله دي او باید د ځان درملنه وکړی.

په دې اته ډوله خوړو کې د غوا شیدې، هګۍ، پیسته، غوزان، ماهي، کیوي، سره رومیان او پلي شامل دي چې تاسو ورسره کېدای شي د نورو خوړو په پرتله ډېر حساسیت ښکاره کړی.

نور ولولئ: افغان خواړه: لس د افغانستان دودیز خواړه باید وڅیړئ

یاد خواړه اکثره پروټین لرونکي او دارنګه زیات حساسیت لرونکي هم دي. ددې خواړه اغېز په هر کس کې توپیر لري، که څوک ورسره ډېر حساس وي، نو هغوی ته زیاتې ستونزې جوړوي او که څوک ورسره لږ حساسیت ولري، نو هغوی په هغوی کې یې لږ تاثیرات لیدل کېږي. ددې خوړو پېژندل ځکه اړین دي، چې کېدای شي دې ته په پام خپل مشکل وپېژنی او په وخت یې درملنه وکړی، خو که دا خواړه درته معلوم نه وي، نو یوازې به بې پایلې معاینات کوی او د خپلې ناروغۍ پر تشخیص به نه پوهېږی. که کومه ستونزه لری نو حتما له متخصص ډاکټر سره وګورئ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button