ژوند

آیا نیم ګرمې شېدې څښل د خوب په راوستلو کې مرسته کوي؟

زیات شمېر خلک له وېده کېدو وړاندې د ګرم شېدو د څښلو عادت لري او په دې نظر هم دي چې دا ورسره د خوب په راوستلو کې مرسته کوي، خو اوس ساینسپوهان په دې غور کوي چې آیا رښتیا هم د شپې لخوا د شېدو څښل د ژور خوب سبب کېږي؟

موږ پوهېږو چې شېدې څو ډوله امینو اسیدونه لري چې دا بیا مهم پروټین تشکیلوي او دا پروټین په بېلابېلو طریقو د خوب راوستلو کې مرسته کوي. ارواپوهان وایي، کله چې مور یا پلار ماشوم ته نیم ګرمې شېدې ورکوي، هغه په رواني ډول د پلار غېږې، مینې او آرام اظهار یې ګڼي.

نور یی ولوله | پیسته د موسمي ناروغیو ترڅنګ نورې ګټې هم لري

په دې ډول پر ماشومانو د شېدو یو ډول رواني اغېزې هرو مرو وي. بل لوري ته د شېدو په څښلو سره د شپې لخوا د نا آرامۍ احساس هم کم وي. که په ساینسي ژبه غږیږو نو شېدې ټرپټوفین په نوم امینو اسید لري، چې دا د خوب او آرام هورمون میلاټونین زیاتوي.

په دې ډول موږ ویلی شو چې شېدې څښل بدن ته آرام ورکوي او د ښه خوب سبب کېږي. خو یوه څېړنه بیا وایي چې په یوه پیاله شېدو کې د ټرپټوفین اندازه لږه وي او د خوب لپاره بسنه نه کوي.

خو د نورو مرکبونو په اړه یې ویل کېږي، چې شېدې د کیسن ټرپسن هایډرولیسټ په نوم ماده لري، چې دا ماده دماغو ته سګنل ورکوي او فعالیت یې ورو کوي او د ښه خوب سبب کېږي. همدا راز دا هم ویل کېږي چې نیم ګرمې شېدې معدې ته په رسېدو د آرام سبب کېږي او د ښه خوب په راوستلو کې مرسته کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button