کورني خبرونه

اتمر: طالبان په افغانستان کې له نړیوالو مرستو ناوړه ګټه اخلي

حنیف اتمر له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې له نړیوالو مرستو ناوړه ګټه مه پورته کوئ

وړاندې سیګار هم ویلي وو، طالبان په نړیوالو مرستو کې نېغ په نېغه مداخله کوي او هڅه کوي چې دغه ډله خپل غړي د مرستو لپاره ور معرفي کړي.

تازه د افغانستان بهرنیو چارو پخواني وزیر د هغه راپور په غبرګون کې چې په جلال اباد ښار کې د خوارځواکۍ او نورو ناروغیو له امله سلګونه ماشومان مړه شوي، پر طالبانو غږ کړی چې له بشري مرستو دې ناوړه ګټه نه اخلي.

حنیف اتمر خبرداری ورکړ چې افغانستان له ستر بشري ناورین سره مخ دی.

په افغانستان کې بې وزلي او خوارځواکي

اتمر د سې شنبې په ورځ وروسته له هغه په خپله ایکس پاڼه کې اعتراض وکړ چې، د بي بي سي په يوه راپور کې ويل شوي وو، په تېرو شپږو مياشتو کې د جلال اباد په روغتون کې ٧٠٠ ماشومان مړه شوي.

د دغو ماشومانو د مړینې د زیاتوالي اصلي لاملونه خوارځواکي او د مخنیوي وړ ناروغۍ بلل شوې دي. چې په منځنۍ کچه یې په جلال اباد کې هره ورځ تر درېيو پورې د ماشومانو ژوند اخیستی.

نور ولولئ: د مرستو کمېدل، پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او میندو زیاتېدنه

نور ولولئ: د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د ژمي په رارسېدو د لوږې د کچې پر لوړوالي اندېښنه څرګنده کړې

نور ولولئ: د ۲۰۲۴ کال په رارسېدو افغانستان کې د لوږې بحران

د بي بي سي د راپور له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۳،۲ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

afghan (57)
له نړیوالو مرستو د طالبانو ناوړه ګټه اخیستل

نړۍوال بنسټونه وايي، لږ تر لږه ۲۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. خو ملګري ملتونه وايي، له افغانستان سره په نړۍوالو مرستو کې کموالی راغلی دی.

له نړیوالو مرستو ناوړه ګټه پورته کول

ورته مهال، له افغانستان سره د امریکا د مرستو د څارنې د دفتر په ګډون یو شمېر بنسټونو ویلي چې طالبانو له نړۍوالو مرستو ناوړه ګټه اخیستې او په دې برخه کې یې د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره کوم ګامونه نه دي پورته کړي.

پخواني وزیر اتمر د خپلې ایکس پاڼې له لارې په طالبانو غږ کړی، چې باید د ژوند د ژغورلو لپاره د افغانستان ملي عواید په مسوولیت سره وکاروي.

د مخکیني حکومت دغه وزیر په افغانستان کې د تیلو، ګازو او نورو کانونو د ایستلو لسګونه تړونونو ته اشاره کوي، چې طالبانو د چین، ایران او منځنۍ اسیا له شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.

حنیف اتمر له طالبانو وغوښتل چې په «هېواد کې د ښځو پر بنسټیزو حقونو لګیدلي ټول بندیزونه لرې کړي، چې هغوی وکولای شي د بشري مرستو په رسولو کې برخه واخلي او هغه په سم او مساوي ډول تر ټولو اړمنو ورسوي.»

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button