نړیوال خبرونه

خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې خوارځواکي د تېر کال په پرتله درې برابره شوې

ډبلیو اېف پي وايي، افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ناروغانو شمېر د تېرکال په پرتله درې برابره زیات شوی دی

خو طالبانو بیا د نړیوالو بنسټونو دا ډول راپورونه ددوی د رژیم پرضد تبلیغات بولي، خو واقعیت دادی چې افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب او بې‌روزګاري ډېره شوي ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، افغانستان کې د خوارځواکۍ په کلینیکونو کې د تېرکال پرتله د ناروغانو په شمېر کې درې برابره زیاتوالی راغلی او دغه وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

لوی لامل د مرستو کمېدل ښودل شوي

دغه پروګرام په اېکس پاڼه لیکلي، د مرستو کمېدل یو له هغو لاملونو څخه دی چې د دغو شمېرو په زیاتوالي کې یې مرسته کړې.

دغه پروګرام د خوارځواکۍ د یوه کلینیک د روغتیاپالې یو ویډیويي کلېپ خپور کړی.

نور ولولئ: د ۲۰۲۴ کال په رارسېدو افغانستان کې د لوږې بحران

نور ولولئ: د مرستو کمېدل، پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او میندو زیاتېدنه

نوموړې په دغه ویډیویي کلېپ کې وایي، په تېرو دوو کلونو کې ان د مېرمنو اروایي حالت ښه نه وو او د خوارځواکۍ د ناروغانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

افغانستان کې خوارځواکي ۴۷ سلنه زیاته شوې

هغه وایي:« موږ ته راغلې دېرې مېندې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.»

هغه وایي، د خوارځواکۍ د ناروغانو شمېره دومره لوړه ده چې ان په کلینیکونو کې ورته کافي ځای نه لري.

هغه وایي، په ټوله کې د دغو ناروغانو پنځوس سلنه وضعیت کړکېچن دی.

د خوړو د خوندیتوب بحران

دغه پروګرام وړمه ورځ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و، چې په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب بحران لاهم دوام لري.

په راپور کې راغلي و، چې په افغانستان کې ۱۵.۸ مېلیونه وګړي (نږدې ۴۰ سلنه نفوس) د ۲۰۲۳ کال له نوامبر څخه تر ۲۰۲۴ کاله پورې د خوراکي توکو د خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ دي.

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال سازمان د تغذیې برخې مشرې مونا شیخ هم تر دې وړاندې ویلي و:« له بده مرغه سږکال موږ د لوړې شمېرې وړاندوینه کوو، چې په افغانستان کې به ۳ مېلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.»

هغې په خپل یوه ویډیویي پیغام کې ویلي و، چې له دغې ډلې څخه به یوازې له ۱.۶ مېلیونه کسانو سره مرسته وشي کړای.

خو د طالبانو تبلیغاتي دستګاه او ددوی د رژیم ویاندویانو بیا دا ډول راپورونه پر طالبانو د فشار راوړلو او د دوی پرضد تبلیغ بولي.

واقعیت دادی چې په افغانستان کې اقتصادي رکود او د خلکو بې‌روزګاري په اوج کې ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button