نړیوال خبرونه

اروپايي ټولنه: افغانستان کې له اقلیمي بدلون سره د مبارزه لپاره مو ۱۵ میلیونه یورو ځانګړې کړې

اروپايي ټولنه: افغانستان کې له اقلیمي بدلون سره د مبارزه لپاره مو ۱۵ میلیونه یورو ځانګړې کړې

اروپايي ټولنه وايي چې افغانستان ته یې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په خاطر ۱۵ میلیونه یورو ورکوي

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیره وايي، چې دغې ټولنې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره ۱۵ مېلیونه یورو ځانګړي کړي دي.

رفیلا اېودېس وايي، افغانستان د اقلیم د بدلون په وړاندې تر ټولو زیانمن هېواد دی.

مېرمن اېودېس د چهارشنبې په ورځ د غويي په ۱۲مه پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د اروپايي ټولنې د اسیا د اړیکو د څانګې مشر پیټرز اوستوبز افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د اروپايي ټولنې له سیمه‌ییزو همکارانو سره د مرستو تړون لاسلیک کړ.

افغانستان اقلیمي بدلون ځپلی

د اروپايي ټولنې شارژدافیره وايي، افغانستان د اقلیم له بدلون سره تر ټولو زیات زیانمنوونکی هېواد دی او افغان مېرمنې له دې بدلونونو ډېرې اغېزمنې شوې دي.

نور ولولئ: طالبان په ننګرهار کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس جوړوي

نور ولولئ: افغانستان کې د تودوخې درجه ۱.۸ ته لوړه شوې

د اروپايي ټولنې د اسيايي اړيکو د څانګې مشر پيټرز اوستوبس چې په دې وروستيو کې افغانستان ته سفر کړى، په تېرو څو ورځو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (يونيسېف) لپاره ١٥ مېليونه يورو، سوداګرو مېرمنو ته د وړو پورونو لپاره ١١.٨ مېليونه يورو مرسته وکړه او ۱۷ مېلیونه یورو یې د کډوالو د ملاتړ لپاره ځانګړي کړي.

تر دې مخکې د طالبانو د اقتصاد وزارت ویلي و، چې اروپايي ټولنه به د افغانستان په ۲۵۰ کلیو کې د چاپېریال ساتنې لپاره ۲۰ مېلیونه یورو نورې پیسې هم ولګوي.

د اقلیمي بدلون په اړه د ننګرهار پخوانی کنفرانس

بل پلو له یمن څخه دغه کنفرانس ته راغلی ګډونوال دوکتور الحمید سجني وايي چې دوی به د دغه کنفرانس پیغام تر نړیوالو په ښه ډول ورسوي. نوموړي ویلي چې افغانستان باید اوبه بې‌ځایه ونه‌‌کاروي.

نوموړي وویل: «افغانستان لاهم د چک‌ډیمونو جوړولو ته زیاته اړتیا لري، دوی باید چک‌ډیمونه زیات جوړ او دې برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، اړتیا ده چې دې برخه کې ان ماشومانو ته هم عامه پوهاوی ورکړل شي.»

افغانستان لاهم د اقلیم بدلون له کبله د پنځو هغو هېوادونو په ډله کې دی چې تر ټولو زیات زیان یې لیدلی دی.

په ورته وخت کې افغانستان په دې وروستیو کې د اقلیمي بدلون تر اغېزو لاندې راغلی دی. په یاد کنفرانس کې وویل چې د افغانستان تودوخه ۱.۸ درجې لوړه شوې ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button