سیمه ییز خبرونه

اسلام اباد: پاکستان دومره له هند نه دی زیانمن لکه له افغانستانه

اصف دراني ویلي، زموږ خاوره له هند دومره نه ده زیانمنه شوي لکه له افغانستانه چې یې زیان ولید

پاکستان اوس له هغه جهادي ډله په تنګ راغلی او وارخطا دی چې په پاکستان کې یې روزنیز مرکزونه ورته جوړ کړي او هلته یې د افغانستان په خلاف جنګي روزنه ورکوله.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي، چې هېواد یې څومره چې د ټي‌ټي‌پي له‌خوا په شویو ځانمرګو او نورو بریدونو کې د امنیتي او اقتصادي پلوه زیان لیدلی؛ هومره یې له هندوستان سره په درېیو ترسره شویو جګړو کې نه دی لیدلی.

ښاغلي دراني دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د (اپرېل په ۲۴مه نېټه) په هغې یوې ورځنۍ نړۍوالې غونډه کې وکړې، چې د اسلام اباد د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز له‌خوا جوړه شوې وه.

پاکستان کې وروستۍ ناامني؛ متقي او دورانی د دواړو هېوادونو سیاسي پیاوړتیا غواړي

په ترهګریزه جګړه کې د ۸۰۰۰۰ پاکستانیانو وژل کېدل

درانی وايي، په تېرو دوه لسیزو کې د اته زره پوځیانو په ګډون شاوخوا ۸۰ زره پاکستانیان د ترهګرۍ سره په جګړه کې وژل شوي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

د پاکستان ځانګړی استازی وايي، د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال ډېر دغه بریدونه د افغانستان په خاوره کې پلانوي چېرته چې د طالبانو له پراخ ملاتړه برخمن دي.

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ لوی درستیز یې وروستیو پېښو کې افغانان ښکېل وبلل

نور ولولئ: د پاکستان دفاع وزیر: د پاکستان پر پوځ حملې افغانستان کې تنظیمیږي

هغه زیاته کړه:« له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته داسې تمې وې، چې ګواکې په افغانستان کې راتلونکې سوله او ټیکاو به د سیمې پر سولې او ثبات هم اغېز پرې باسي؛ خو د دوی دغه تمې پوره نه شوې.»

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره سم پاکستان کې ناامني

تر دې وړاندې ځینو نورو پاکستاني چارواکو هم د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د نا امنیو په زیاتوالي کې د پړې ګوته افغانستان ته نېولې وه، چې هره پلا د افغانستان د طالبانو له‌خوا د دوی دغه اندېښنې بې‌ځایه بلل شوې او ویلي یې دي، چې پاکستان د خپل بام واوره د نورو په بامونو ورغورځوي.

په دغې ناسته کې یو شمېر ویناوالو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د کاري او زده‌کړو پر سر د لګېدلو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه هم وکړه.

پر دې سربېره په پاکستان کې هغه ډلې جنګېږي چې پاکستان د افغانستان په خلاف په خپله خاوره کې جنګي روزنه ورکړي وه او زموږ خاورې ته یې د تخریب لپاره رالېږي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان کې ورځ تر بلې امنیتي حالت د خرابېدو خواته روان دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button