نړیوال خبرونه

اسپانیا کې اورلګېدنه؛ زرګونو خلکو خپلې سیمې پریښي

اسپانیا کې د زورورې اورلګېدنې له امله حکومت خلکو ته ویلې چې ځانونه خوندي کړي

پرلپسې زورورې اورلګېدنې د لا پالما ټاپو کې مېشت زرګونه خلک اړ کړي چې کورونه پرېږدي. د اسپانیا د کناري ټاپو ګانو له دغه ګڼ وګړې سیمې خلک د حکومت له خبرداریو وروسته ووتل او ډېر یې د سر خوندیتوب لپاره نژدې سیمو ته کوچېدلي.

اسپانیا کې سیمه ییزو چارواکو ویلي څلور زره ۲۰۰ کسان د اور له شره د پنا لپاره خوندي ځایونو ته لېږدېدلي، خو وايي ځينې خلک لا نه دي چمتو شوي چې خپل کورونه پرېږدی.

اور وژونکي ادارې ډېره هڅه کوي تر څو دا اور کابو کړي خو تر اوسه یې د کابو کولو څرک نه لګېږي.

لګېدلی اور تر کومه ځایه رسېدلی دی؟

اور له څو ورځو راهیسې لګېدلی او په اخرو تېرو څو ساعتونو کې یې لمبې دومره پراخه شوي چې د لاپالما ټاپو تر کورونو رسېدلي او خلکو خپلې سیمې ورته پریښي او کوچېدلي دي. تر اوسه د څلور زره ۵۰۰ هکټاره ځمکې ځنګلونه او لسګونه کورونه یې لولپه کړي.

د اور کابو کولو لپاره له بېلابېلو ادارو ۴۰۰ کسان دغه ټاپو ته رسېدلي او د اور، ژر وژلو هڅې کوي.

نور ولولئ: کاناډا د ځنګلونو له اور سره د مقابلې په برخه کي مرسته غوښتې

دا اور له هغه دوه کاله وروسته لګېدلی چې د اور شیندي یوې لوی څپې دغلته ګڼ کورونه وسوځول او پراخ تاوان یې پېښ کړ.

لسګونه کورونه سوځېدلي او شاوخوا سیمو کې خلکو ته له کورونو د وتلو خبرداری ورکړل شوی

د کناري جزیرې د سیمه ییز دولت مشر فرناندو کلاویخو ویلي “سره له دې چې خلک له کورونو وتلو ته نه چمتو کېږي، خو زموږ لومړیتوب د خلکو ژغورنه ده.”

ددې اور لومړنۍ پېښې

د لګېدلې اور پېښې سیمه کې لیدل شوي وې چې وروسته په ډېرې چټکۍ سره خورې شوې.

د اور لګېدنې لومړنۍ پېښې د لاپالما په شمال لوېدیځ کې د ال پینار سیمه کې وې، وروسته سوېل لور ته د اور څپې ورسېدې او د تیجارافه ښار ته وغځېدې.

ښاغلي کلاویخو د اور پراخېدو دلیل، سخت بادونه او د تودوخې څپه یاده کړې. هغه د شنبې پر ورځ وویل، د اور وژنې چاره کې پرمختګ شوی، خو لا هم د بشپړې کابو ډاډمنتیا نشته.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې وړاندې په کاناډا کې ځنګلونو اور واخیست او شاوخوا سیمې یې په اقلیمي لحاظ زیانمې کړې. د هوا له ګرمېدو سره ځنګلیز اورونه ډېر شوي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button