افغانستان د صنعتي ځانبساینې پر لور؛ په ۶۵۰۰ فابریکو کې ۴۲۰ زره کسانو ته کاري زمینه برابره شوې

اړوند خبرونه:
د افغان-قزاق سوداګریز وصل کېدل او دویم لوی نندارتون
په ملي صنعت او نړیوال نندارتون کې ښځې سوداګرې
په داسې حال کې چې افغانستان له سختو اقتصادي شرایطو، محدودو بهرنیو پانګونو او د نړیوالې انزوې له ستونزو سره مخ دی، د هېواد دننه صنعتي خوځښتونه د یوه نوي اقتصادي مسیر زیری ورکوي. د صنعت اوونۍ څلورم ملي او نړیوال نندارتون چې د مې په ۲۷مه نېټه په کابل کې د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر لهخوا پرانیستل شو، د افغانستان د اقتصادي سیاست د نوې لیدلوري څرګندونه کوي.
ځانبساینه په ۱۳۸ او ۱۶۸ سکتورونو کې
د طالبانو د حکومت د معلوماتو له مخې، افغانستان دا مهال په ۱۳۸ سکتورونو کې ځانبساینه موندلې، خو د کانونو او صنايعو خونې رییس شېرباز کمينزاده بیا ادعا کړې چې دا شمېر ۱۶۸ سکتورونو ته رسېږي. که دا ارقام دقیق وي، نو افغانستان په تېرو څو کلونو کې د صنعت له مخې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
فابریکې او کارمندان
د هېواد په کچه فعالې ۶۵۰۰ فابریکې د ۴۲۰،۰۰۰ کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړې ده. دا شمېر د ملي عاید د زیاتوالي، بېکارۍ د کموالي او د کورني تولید د ودې لپاره مهم شاخص بلل کېږي. که په اوسط ډول هرې فابریکې ۶۴ کسان استخدام کړي وي، نو دا ښيي چې وړې او منځنۍ کچې صنایع د بازار تر ټولو ستر محرک ځواک ګرځېدلي دي.
د وارداتو پر ځای کورني تولیدات
ملا عبدالغني برادر ویلي، چې حکومت هڅه کوي بهرني واردات کم کړي او کورني تولیدات ډېر کړي. دا تګلاره که په سمه توګه تعقیب شي، نه یوازې د سوداګریز کسر د کمښت سبب کېدای شي، بلکې د ملي اسعارو ارزښت ته هم ثبات ورکولی شي. همدا اوس د کورنیو تولیداتو د بازار ونډه د چارواکو په وینا د پام وړ لوړه شوې، او صنعتکارانو ژمنه کړې چې د تولیداتو پر بیو ۲۵ سلنه تخفیف به راولي.
د نړیوالو معیارونو اړتیا
د حکومت چارواکو، په ځانګړي ډول د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، له صنعتکارانو غوښتي چې تولیدات دې د نړیوالو معیارونو سره سم وي. دا خبره په هغه صورت کې ارزښتناکه ده چې افغانستان غواړي د سیمې او نړۍ بازارونو ته لار ومومي. د کیفیت لوړوالی به نه یوازې د صادراتو دروازې پرانیزي، بلکې د کورني مصرف کوونکو باور به هم زیات کړي.
صنعتي انقلاب یا شعاري ژمنه؟
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ویلي چې طالبان به په افغانستان کې صنعتي انقلاب راولي. که څه هم د صنعتي انقلاب اصطلاح ستر اهداف انځوروي، خو د موجودو امکاناتو، برېښنا، تخنیکي پوهې او خامو موادو پر کموالي سربېره دا ژمنه لا هم د تحقق تر پړاو لرې ده. خو که د ۶۵۰۰ فابریکو د تولید ظرفیت پراخ شي، د خصوصي سکتور ملاتړ زیات شي او د نړیوالو بندیزونو سره د تطبیق یوه باثباته لاره وموندل شي، نو افغانستان له دې پړاوه تېرېدلی شي.
د صنعت اوونۍ څلورم ملي او نړیوال نندارتون یو مهم اقتصادي پیغام لري: افغانستان غواړي له جګړو، بهرنیو مرستو او وارداتي اقتصاد څخه یو باثبات، تولیدي او متکي پر ځان اقتصاد ته ولاړ شي. خو دا سفر اوږد، پیچلی او د پایښت لپاره د شفافو تګلارو، پانګوالو باور او نړیوال تعامل ته اړتیا لري.