افغانستان د ښځو لپاره ناوړه ځای و پیژندل شو
افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد دی
د اقتصاد نړیوالې مجمع لهخوا په نوې درجه بندۍ کې افغانستان د نړۍ د ۱۴۶ هېوادونو په منځ کې د ښځو لپاره تر ټولو ناوړه هېواد بلل شوی دی
په اقتصادي فورم کې د ښځو پر رول خبرې وشوې
دغه نوملړ چې مساوي فرصتونو ته د ښځو د لاسرسي، د تبعیض او جنسیتي محدودیتونو پر بنسټ جوړ شوی، ویلي چې له روغتیا، زدهکړو او کاره د ښځو محرومیت له نورو هېوادونو څخه د افغانستان د شاته کېدو لاملونه دي. د اقتصاد نړیوالې مجمع په بېلابېلو هېوادونو کې په ټولنيزو، سياسي، تعليمي او روغتيايي چارو کې د ښځو پر رول بحثونه کړي دي.
د اقتصاد نړیوالې مجمع د راپور په یوې برخه کې راغلي: «افغانستان د کار، زدهکړو، او روغتیايي خدمتونو د لاسرسي په برخو کې د ښځو د محدودیت له اړخه د سیمې او نړۍ د هېوادونو په منځ کې د ۴۴٫۵ سلنه امتیازونو په اخېستو سره په ۲۰۲۲ کې کال د جنسیتي برابرۍ له پلوه تر ټولو وروستۍ ځای خپل کړی دی. د ښځو د حقونو مدافع، زرقا یفتلي طلوع نیوز ته وايي: «که پر ښځو دا ډول محدودیتونه دوام وکړي، نه یوازې دا چې ښځې به له افغان ټولنې په بشپړه توګه وویستل شي؛ بلکې د دې وضعیت دوام به په نړیواله ټولنه هم ناوړه اغېز وکړي
نور یی ولوله | سور صلیب: ډېری افغانان د اولیه توکو د اخیستلو توان نه لري
نور یی ولوله | امریکا : د طالبانو خلاف تاوتریخوالي ملاتړ نه کوو
د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف ارین وايي: «موږ له اسلامي امارته هیله لرو چې پهدې برخه کې نوي اقدامات وکړي، څو د ښځو د حقونو او په حکومت کې د هغوی د ونډې تامین شي. په افغانستان کې د جمهوریت له نسکورېدو وروسته د ډېرو ښځو کار او ټولنیز فعالیتونه محدود شول.
ثمره یو له هغو زرګونو نجونو ده چې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته یې کار او فعالیتونه محدود شوي دي. دا چې اوس هغه د خپلې کورنۍ یوازینۍ ګټیالۍ ده، په راتلونکې کې د ښځو بېبرخلیکۍ ته اندېښمنه ده. ښوونکې ثمره وايي: «د نابرابرۍ په ګډون ډېر محدوديتونه وضع شوي، ښځې زدهکړو ته د لاسرسي حق نهلري او له ټولنيزو فعاليتونو بېبرخې دي