
اړوند خبرونه:
ولادیمیر پوټین: اوکراین دې له ۴ سیمو ځواګونه وباسي، روسیه به اوربند وکړي
ناټو د “اوکراین پلان” لپاره د ۱۰۰میلیارد ډالرو پر ورکړې بحث کوي
امریکا به اوکراین ته د جرمني په څېر غښتلی هوايي دفاعي سېستم ورکړي
د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د خپل هیواد د شل کلنې جګړې پر څرنګوالي او د امریکايي ځواکونو پر وتلو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې دا جګړه داسې اداره شوه لکه چې د بریا لپاره یې د چا هیڅ نیت نه و او د بایډن ضعیف مدیریت د دې ماتې سبب شو.
«ډونالډ ټرمپ» د دوشنبې په ورځ (غبرګولي ۱۹ مه) په سپینه ماڼۍ کې «په امریکا کې پانګونه» تر سرلیک لاندې یوې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا پر پوځي تګلارو نیوکه وکړه او هغه یې «ډېرې خواشینوونکې» وبللې.
ده وویل، امریکایي ځواکونو په افغانستان کې داسې جګړه وکړه لکه چې نه غواړي بریالي شي.
د امریکا ولسمشر د افغانستان د جګړې د ماتې پړه په ځانګړي ډول د جو بایډن پر حکومت واچوله او ویې ویل: «نه نړۍ او نه بل څوک موږ ته ماتې راکولی شي که سمه رهبري ولرو. خو کله چې احمقان پر واک وي، پایله یې همداسې وي.»
هغه د افغانستان د جګړې په تړاو وویل چې «دا جګړه کیدای شوه اسانه وي خو زموږ د جګړې طرز ډېر ضعیف او مضحک و.»
ټرمپ د افغانستان په جګړه کې شامل امریکايي جنرالان بېکفایته او ضعیف وبلل.
ده ادعا وکړه چې اوس یې د امریکا وضعیت د ښه کېدو خوا ته روان کړی او زیات شمېر ضعیف جنرالان یې لرې کړي دي.
د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې، د ۲۰۲۱ د فبرورۍ په پای کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو تړون له طالبانو سره لاسلیک شو. په دې تړون کې ظاهراً امریکا یوازې دا غوښتنه کړې چې طالبان به د افغانستان خاوره د امریکا او لویدیځ پر ضد نه کاروي او له افغانستان څخه تر وتلو پورې به طالبان پر امریکايي پوځیانو برید نه کوي.