افغانستان کې د مخابراتي شبکو لپاره د نویو بیو ټاکل کېدل
افغانستان کې د ټیلیفوني اړیکو او انټرنېټي کڅوړو لپاره نوې بیې ټاکل شوې
په افغانستان کې د طالبانو حکومت مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت د ټیلیفوني اړیکو او انټرنېټي کڅوړو لپاره نوي نرخونه اعلان کړي دي.
د مخابراتو وزارت د چارواکو د معلوماتو پر بنسټ نوې بیې د پخوانیو هغو پرتله له ۳۰ تر ۳۶ سلنې ټېټې شوي چې د راتلونکي زېږدیز کال له پیل به د پلي کېدو وړ وي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت
د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت وايي، د ټیلفوني اړیکو او انټرنېټي کڅوړو لپاره یې نوې بیې ټاکلي چې د راتلونکي زېږدیز کال له پیله به پلې شي.
د دغه وزارت سرپرست نجیب الله حیات حقاني په دې تړاو جوړه شوې خبري غونډه کې وویل د هرې مخابراتي شبکې لپاره یې د خپلمنځي اړیکو بیه یوه افغانۍ او ۳۰ پوله ټاکلې ده:
“په ۱۴۰۰ کال کې د یوې دقیقې اړیکې نیولې بیه ۳،۵۰ افغانۍ و، چې اوس مو ۱،۳ افغانیو ته راټیټ کړی، پخوا به له یوې شبکې بلې ته د یوې دقیقې اړیکې بیه څلور افغانۍ وه، اوس موږ له دوی سره په مفاهمې سره ۱،۴۰ پوله ته راټیټه کړه.”
ښاغلي حقاني وویل، د تېر حکومت پرتله یې په هېواد کې د مخابراتي پوښښ ساحه ۲۵ سلنه پراخه کړې، خو برعکس د مخابراتي شبکو لګښتونه یې راټیټ کړي دي. هغه وویل په تېرو درېیو کلونو کې یې د مخابراتي ستنو شمېر له ۷۵۶۵ څخه ۸۳۹۱ هغو ته لوړ کړی او په نژدې راتونکي کې به یې شمېر ۹۰۰۰ پایو ته لوړ کړي.
د مخابراتي او معلوماتي ټیکنالوجۍ
سرپرست وزیر پخپلو خبرو کې همدارنګه د مخابراتي شبکو له لارې وړاندې کېدونکو انټرنېټي خدمتونو د بیو په اړه وویل چې د نوي زېږدیز کال له پیله به د دغو شبکو له لارې د پلورل کېدونکي یوه جی بي انټرنېټ بیه ۹۵ افغانۍ وي.
نور ولولئ: د مخ لکې او داغونو د له منځه وړلو لپاره کورنی ماسک او درملنه
نور ولولئ: ماشومان، تنکي ځوانان او پر دوی د ټکنالوژي مثبتې او منفي اغېزې
“د [پې از یو ګو] په شکل مخکې د یو جیي بي قېمت ۲۲۵ افغانۍ و، اوس موږ ۹۵ افغانیو ته راټیټ کړی، البته په دې کې د رقابت لاره ازاده ده.”
افغانستان کې معمولا د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو په برخه کې شکایتونه کېږي.د عکس سرچینه،Getty Images
د عکس تشریح،افغانستان کې معمولا د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو په برخه کې شکایتونه کېږي.
ښاغلي حقاني زیاته کړه، په تېرو درېیو کلونو کې یې د سیم کارت د ثبت او راجستر بهیر معیاري کړی چې په وینا یې اوس څوک د جعل او تذویر له لارې سیم کارت نه شي پېرلی.
د مخابراتو وزارت د چارواکو د معلوماتو پربنسټ د تېر حکومت په وروستیو کې کلونو کې کابو ۷۷۰۰ کیلومتره د نوري فایبر مزي غځېدلي وو چې اوسمهال یې اندازه ۹۲۰۰ کیلومترو ته رسېدلې ده.
که څه هم د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت په کمي لحاظ په مخابراتي خدمتونو کې د لاسته راوړنو خبره کوي، خو له کمي او کیفي اړخه لا هم د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو په تړاو شکایتونه موجود دي.