نړیوال خبرونه

افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو لپاره نوي کمپاین پيل شوی دی

په پکتيا کې د نجونو لاريون

په پکتیا کې د نجونو د څو متوسطو او لېسو له پرانیستو سره هم مهاله، د خواله رسنیو کاروونکو په ټول هېواد کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو لپاره کمپاین پیل کړی دی.

په پکتیا کې ځينې هغه زده کوونکې چې بالاخره له میاشتو میاشتو وروسته د خپلو ښوونځیو په لور ځي، ډېرې خوشحاله دي او دا ورته د تعجب وړ ده. ورته مهال، کارپوهان وایي شونې ده نور ښوونځي د ښوونځیو د مشرتابه او خلکو له خوا پرانیستل شي. د خواله رسنۍ یو کاروونکی لیکي:«له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د پرانیستو لپاره باید د طالبانو فرمان ته په تمه پاتې نشو. د افغانستان له ښځو باید ملاتړ وکړو او د نجونو ښوونځي باید پرانیزو.

یو شمېر زده کوونکې یوازې په ټولنیزو رسنیو کې د دغه ډول کمپاین ترسره کول کافي نه بولي او له سرپرست حکومته غواړي چې، په بېړه د نجونو پاتې ښوونځي پرانیزي. زده کوونکې طیبه وايي:«باید ووایم چې یوازې دغه کمپاین بسنه نه کوي او په خپله کورنۍ باید هڅې وکړي چې په دې برخه کې ځينې کارونه ترسره کړي

نور یی ولوله | امیر خان ممتقي د ډرون الوتکو په اړه څه ویلي دي؟

نور یی ولوله | مجاهد: د رسنیو نوی قانون به ډېر ژر د کابینه تصویب ته وړاندې شي

ښاریان د نجونو د پرانیستلو هرکلی کوي

بله زده کوونکې حسینا هم څرګندوي:«کورنۍ باید په خپله اقدام وکړي له خپلو ټولو نجونو ملاتړ وکړي. یو شمېر هېوادوال په پکتیا کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو له پرانستلو د هرکلي ترڅنګ وايي، په نورو ولایتونو کې هم باید د نجونو پاتې ښوونځي پرانیستل شي. د بغلان اوسېدونکی عتیق الله وویل:«که څه هلکان د زده کړو حق لري الله ورته حق ورکړی دی همدارنګه نجونې هم حق لري چې زده کړې وکړي

د فاریاب اوسېدونکی سهراب هم زیاتوي:«له جګپوړو چارواکو زموږ غوښتنه دا ده چې د نجونو ښوونځي پرانیزي دوی علم او تدریس ته اړتیا لري. په هېواد کې له څه باندې یوه کال راهیسې د نجونو متوسطې او لېسې تړلي پاتې دي؛ خو اسلامي امارت تل ویلي چې، د نجونو د پاتې ښوونځيو د پرانیستې پرېکړه د اسلامي امارت د رهبرۍ له پرېکړې سره تړلې ده

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button