ژوندنړیوال خبرونه

افغانستان کې د ځمکې مخ اوبه په بې ساري ډول کمې شوې دي

په افغانستان کې د ځمکې مخ یا برسېرنو اوبو بې ساري کموالي خلک له ګڼو ستونزو او اندېښنو سره مخامخ کړي

د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې اکثره هغه سیندونه، نهرونه او ویالې وچې شوي یا یې اوبه کمې شوې چې پخوا به خلکو د څښاک او کرنې لپاره ترې کار اخیسته.

د اوبو متخصصان وایي، افغانستان لا هم د ځمکې پر سر کافي اوبه لري خو دا چې سمې نه مدیریت کېږي، خلک او فصلونه یې له تندې سره مخامخ کړي.

غلام سرور د جنوبي ولایت کندهار ښار په یوه څنډه کې اوسېږي، دی وايي چې ټول کلیوال یې اوس له روانو اوبو بې برخې شوي.هغه وويل:”د اوبو مشکل مو چې حقیقت شي ډېر دی، یوازې زه نه بلکې دا ټول کلی په عذاب دی. اوبه کال په کال کمېږي، خو سږ کال بیخي کمې شولې، پخوا به کاسې (واړه بندونه) په اوبېدلې، اوس مونږ روانې اوبه نه لرو، له برمو څخه کار اخلو.”

د ځمکې مخ اوبو کموالي په ډېرو سیمو کې د کروندګرو ژوند هم اغېزمن کړی، هغه کروندګر چې ویالې پرې وچې دي او د برمو وس نه لري، ځمکې یې شاړې پاتې کېږي.

د زابل د اټغر ولسوالۍ اوسیدونکي هوتک هم له ورته ستونزې سر ټکوی او د طالبانو له حکومته غواړي چې د اوبو غم یې وخوري.

افغانستان د ځمکې مخ ۵ لویې سیندیزې یا اوبیزې حوزې لري چې بیا هره یوه حوزه لوی او واړه رودونه له ځان سره را نغاړي

امو، هریرود، مرغاب، کابل او شمالي سیندیزه حوزه د افغانستان د ځمکې سر لویې اوبیزې سرچینې دي د مالوماتو له مخې د ټولو دغو حوزو ۹۰ نوي سلنه اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي.

که څه هم افغانستان له ایران سره د هملند سیند د اوبو په برخه کې یو تړون لري، خو له نورو ټولو اوبو یې ګاونډیان وړیا او بې بدیله استفاده کوي.

د افغانستان وچکالي د نړیوالو ادارو له اندېښنو او څېړنو هم پټه نه ده پاتې

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال بنسټ یا سېف د چلډرن د روان ۱۴۰۱ لمریز کال په لړم میاشت کې وویل چې په افغانستان کې ۱۲ میلیونه هغه ماشومان د کافي خوړو له نشتوالي یا کموالي سره مخامخ دي چې کورنۍ یې په کرنه او مالدارۍ لګیا دي.

د سیف د چلدرن د معلوماتو له مخې ۶۰ فیصده افغانان په کرنه او مالدارۍ لګیا دي، خو د دوی په راپور کې اندېښنه ښودل شوې چې پراخېدونکې وچکالۍ د دغو خلکو ژوند ته یو لوی ګواښ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا هم د همدې کال د لیندۍ یا قوس میاشتې په لومړیو کې اټکل وکړ چې راتلونکی کال به افغانستان کې وچکالي نوره هم زیاته شي.

نور ولولئ: د ایران یوه سرچینه وایې د کمال خان بند اوبه سیستان ته رسېدلې

افغانستان د ۲۰۲۲ کال د اقلیمي بدلون په کنفرانس کې چې په مصر کې جوړ شوی و، د هغو هېوادونو په ډله کې راغی چې له اقلیمي بدلونه اغېزمن شوی دی.

د اوبو د چارو یو متخصص او د سردار داود خان په واکمنۍ کې د جدوزي او کارتوګرافۍ ادارې کارکوونکی خلیل احمد نادم وایي چې افغانستان د ځمکې مخ پراخه اوبیزې سرچینې لري، خو نوموړی نیوکه کوي چې حکومتونو دغه سکتور ته کار نه دی کړی.

نادم وایي، که د افغانستان د ځمکې سر اوبه مدیریت او ښې ووېشل شي، کرنې او نورو ټولو اړتیاوو ته بسنه کوي.

نادم زياته کړه: “د امو رود ۲۲ میلیارده متر مکعبه اوبه لري، د هلمند رود نهه اعشاریه درې میلیارده متر مکعبه اوبه لري، زمونږ د کونړ رود دی، د مرغاب رود دی چې ډک بهېږي، د کوکچې رود دی او دغه راز د پنجشېر او سالنګ، د کابل او لوګر سیندونه هم دي، یعنې مونږ او تاسو ډېر امکانات د اوبو لرو. که چېرته مونږ دغه اوبه ښې مدیریت کړو، مونږ کولای شو چې همیشه اوبه ولرو.”

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button