Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

نړیوال خبرونه

افغانستان کې ناچاودو توکو تېر کال ۷۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف وايي چې له جګړو را پاتې ناچاودو توکو یوازې تېر ۲۰۲۲ کال کې ۷۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

اغېزمنو ماشومانو کې ځینې یې وژل شوي او ځینو خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي دي.

یونیسف پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي په منځني ډول هره ورځ دوه ماشومان اغېزمن کېږي. دغه صندوق د افغان ماشومانو د ژغورنې لپاره په ګډ کار ټینګار کړی دی.

افغانستان کې د لسیزو پرله پسې جګړو له کبله ځای په ځای شویو ناچاودو توکو افغان ماشومانو ته ډېر زیان اړولی دی.

له دې مخکې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي و، د ۲۰۲۲ ميلادي کال له جنورۍ تر اګست میاشتې پورې دوی د چاودېدونکو توکو د چاودنو ۴۳۵ پېښې ثبت کړې دي چې د دوی په خبره پایله کې یې ۱۵۰۵ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

اوچا او د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان ختيځ او سويلي ولایتونه د چاودېدونکو توکو له امله تر ټولو اغېزمنې شوي بللي وو او لامل یې د جګړو پر مهال دغو خواوو کې تر ټولو سختې جګړې یادوي چې له امله یې په زیاته کچه د جګړو پاتې شوني او نا چاودېدونکي توکي پکې شته

د یادې کمېټې په وینا، له دې ډلې ۴۶۲ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۰۰۰ کسان ژوبل شوي دي چې ۸۵ سلنه مرګژوبله ولسي وګړو ته اوښتې.

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې په ولسي وګړو کې بیا تر څلوېښت سلنې مرګژوبله ماشومانو ته اوښتې ده

یوه میاشت مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي و، د ناچاودو توکو د پاکولو لپاره یې څه باندې ۱۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

یادې ادارې د تېرې فبرورۍ پر ۲۷ تمه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي و، لسیزو جګړو کې د افغانستان پر خاوره ډېر ناچاودي توکي ځای پر ځای شوي دي.

اوچا همدا راز ویلي و: “په ځمکه کې ناچاودیدونکو توکو له امله نژدې پنځه میلیونه افغانان زیانمن شوي چې د دغو مرستو پر بنسټ به د یو اعشاریه څلور میلیونه زیانمنو کسانو لاسنیوی وشي.”

نور ولولئ: د بلخ ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د تبیان په کلتوري مرکز کې چاودنه شوې ده

افغانستان کې د ناچاودو توکو له کبله له وروستیو پېښو د تېرې اوونۍ چاودنه وه چې د مارچ پر شلمه پېښه شوه.

د غور ولایت په دغه پېښه کې د یوه کور دننه د نارنجک مرمۍ د چاودنې له امله پنځه ماشومان او یوه مېرمن وژل شوي وو.

ماینونه او ناچاودي توکي په افغانستان کې په یوه جدي ګواښ بدل شوي او ډېر قربانیان یې ماشومان دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button