لوبې خبرونه

افغان کرېکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ ۲۰اوریز سریز هم خپل کړ

افغانستان، ایرلنډ ته دغه ماته د ۵۷ منډو په توپیر سره ورکړه او دغه سریز یا لوبلړۍ یې وګټله

په یاده لوبه کې عظمت الله عمرزي ۴ لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د متحدو عربي اماراتو په شارجه کې د دریو شل اوریزو سیالیو د لړۍ په وروستۍ لوبه کې ایرلنډ‌ ته ۵۷ منډو ماته ورکړه او په دې توکه یې دا لوبلرۍ ۲ -۱ وګټله.

د ننۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه او دا یوه غوره پرېکړه بلل شوي ځکه له افغان بالرانو د مقابل ټیم لوبډله ډېره مخکې نه شي تللی.

afghan (2)
afghan (2)

د افغان غوره بېټینګ

افغان لوبډلې په ټاکلو شل اورو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۵ منډې وکړې او ایرلنډ ته یې د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه.

خو د ایرلنډ‌ ټول لوبغاړي تر ۱۸م اووره په داسې حال کې وسوخېدل چې یوازې ۹۸ منډې یې کړې وې.

افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ډېرې ۷۲ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

نور ولولئ: د افغان کرکټ ملي لوبډلې او سري لنکا تر منځ لوبو ته کتنه

نور ولولئ: افغان کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه ۲۰اوریزه سیالۍ کې ایرلنډ مات کړ

ابراهیم ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

هغه ۳ شپږېږې او ۵ څلوریزې ووهلې.

د افغانستان له اړخه توپ اچونه کې عظمت الله عمرزي ۴ لوبغاړي وسوځول.

هغه په خپلو ۴ اورونو کې یوازې ۹ منډې ورکړې.

afghan (1)
afghan (1)

د سریز غوره جایزه

د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه افغان لوبډلمشر راشد خان ته ورکړ شوه.

هغه په تېرو دریو لوبو کې ۸ لوبغاړي سوځولی او ۳۳ منډې کړې وې.‌

د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه افغان لوبډلمشر راشد خان ته ورکړ شوه

نن رحمان الله ګوربز، صدیق الله اتل، ابراهیم ځدراڼ، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، ننګیالی خروټي، محمد اسحاق، عجاز احمدزی، نوین الحق او فضل الحق فاروقي د افغانستان لپاره لوبه کوي.

د یادونې ده چې د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه ایرلنډ او وروستۍ دواړه افغانستان وګټلې.

افغانستان او ایرلنډ تر شل اوریز کرېکټ مخکې درې نړیوالې یو ورځنۍ او یوه ټېسټ سیالي هم درلوده.

د یو ورځنیو لوبو لړۍ افغانستان ۲- صفر وګټله خو ټېسټ د ایرلنډ په ګټه تمام شوی و.

له دې لوبو وړاندې افغان لوبډلې داسې لوبې نه وې کړي چې د مینه والو پام دې ځان ته واړوي، خو دا وروستۍ لوبې یې خلکو ته په زړه پورې وې.

ځینې افغان لوبغاړي د ای پی ایل لوبو لپاره هند ته وخوځېدل.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button