نړیوال خبرونه

اقتصاد وزارت:اسلامي امارت په ډيپلوماټیک ډول د بندیزونو لرې کولو هځې کوي

اقتصاد وزارت وايي چې د نړیوالې ټولنې په تېره بیا امریکا بندیزونو تر ډېره هېوادوالو ته زیان رسولی دی. د دغه وزارت مرستیال زیاتوي، اسلامي امارت له ډېپلوماټیکو لارو د دې بندیزونو د لیرې کولو هڅه کوي.

د اقتصاد وزارت

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «د اسلامي امارت هڅه دا ده چې له ډېپلوماټیکو لارو او اقتصادي ډېپلوماسۍ څخه په استفادې بندیزونه لګوونکي هېوادونه قانع کړي چې په هر سیاسي قیمت اقتصادي اهداف ونه څاري او دا کار د افغانستان خلکو ته زیان رسوي. له بلې خوا، د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې پر افغانستان بندیزونو په هېواد کې د وزګارۍ کچه زیاته کړې ده.

نور یی ولوله | ذبیح الله مجاهد: افغانستان د سیمې په نښلون کې متوازن او بې پرې سیاست لري

نور یی ولوله | د طالبانو له چارواکو سره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي لیده کاته شوي دي

منصور هدایت

د اقتصادي چارو کارپوه منصور هدایت  وايي: «په کلني ډول شاوخوا څلور تر پنځه سوو زره کسان د کار بازار ته وړاندې کېږي، خو له بده مرغه موږ ګورو چې د کار زمینه ورته نه برابرېږي، موږ د دې شاهدان یوو چې په افغانستان کې د کار زمینه په چټکۍ سره ښکته روانه ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له خوا د افغانستان شتمنیو پر کنګل کولو نیوکه کړې ده. ددغه وزارت ویاند زیاتوي چې په سویس کې اماني صندوق ته د افغانستان د شتمنیو لېږدول د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره بسنه نه کوي. 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا وايي: «موږ له لوېدیځو هېوادونو غواړو چې ژرترژره د افغانستان بانک اسعاري زېرمې آزادې کړي، موږ په دې باور یو چې د افغانستان له غلا شویو پیسو د یوه اماني صندوق جوړېدل، نیم کاره او ریاکارانه اقدام دی. دا اقدامات د افغانستان د بېخ بنسټونو او اقتصادي ثبات لپاره بسنه نه کوي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button