نړیوال خبرونه

اقتصاد پوهان: امریکا غوښتي چې د افغانستان شتمۍ ازادې کړي

اقتصاد پوهان او کارپوهان

د نوبل جایزې د ګټونکي په ګډون له ۷۰ ډېرو اقتصاد پوهانو او کارپوهانو د یو لیک له لارې د جوبایډن له ادارې د افغانستان بانک شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.

په دې لیک کې راغلي چې بهرنۍ پانګونه باید د افغانستان نږدې ۹ مېلیارډ ډالره شتمني د افغانستان بانک ته ولېږدوي. په امریکا، جرمني، هند او بریتانیا کې ډېری دا کارپوهان چې د یونان د مالیې پخوانی وزیر او د کولمبیا پوهنتون استاد چې په ۲۰۰۱ کال کې یې د نوبل جایزه تر لاسه کړې وه شامل دي، دا پروګرام یې برابر کړی دی

د دې لیک په یوې برخې کې راغلي: «د انساني ناورین د کمولو او په سمه لاره د افغانستان د اقتصاد د راوستو په موخه، موږ له تاسو غواړو چې د افغانستان بانک ته اجازه ورکړئ، څو خپلې نړیوالې شتمنۍ تر لاسه کړي. هغه لیک چې د امریکا د مالیې وزیر ته هم لېږل شوی، په‌کې راغلي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، افغانستان له ناورین سره مخ دی او د افغانستان بانک خپلو شتمنیو ته له لاسرسي پرته، د خپلو عادي او اساسي مسوولیتونو د اجرا توان نه‌لري.

نور یی ولوله | د سقوط نه وروسته اکثرا خصوصي ښونځیو ته مالي زیان زیات شوی دی

نور یی ولوله | اشرف غني : د قانون پر اساس لا هم ولسمشر یم

خو د افغانستان بانک مسوولان وایي، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو په صورت کې، دا بانک یې د مدیریت توان لري.

د افغانستان بانک د پالیسۍ ریاست لوړپوړی سلاکار لطف الحق نور پسرلی وايي: «دا د افغانانو پیسې دي، د استعمال مورد یې مالوم دی، موږ چمتو یوو چې درېیمه اداره پرې څارنه ولري، له دې نه پورته د مرکزي بانک استقلایت ته نور څه وایئ؟ د ترورېزم تمویل او د نشه‌يي توکو د قانون پلي کول، د پیسو څارنه او د قانون په رڼا کې د دې استفاده. موږ کاملاً له دوی سره همغږي یوو.

د افغانستان کابو اووه میلیارد ډالره شتمني په امریکا کې ساتل کېږي چې نیمايي یې د محکمې پرېکړې ته په تمه ده چې ایا د سپټمبر د یوولسمې بریدونو قربانیانو ته وسپارل شي که نه. د مالي او اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د افغانستان د شتمنیو مدیریت مهم بولي او په‌دې باور دي چې باید دا پیسې د حکومتولۍ په لګښتونو کې ونه لګول شي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button