سفر خبرونه

الجزیره خبري شبکه: اسلام اباد به له پاکستانه د افغان کډوالو د ویستلو دویم پړاو پیل کړي

اسلام اباد په پلان کې لري چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو دویم پړاو ژر پیل کړي

د الجزیرې خبرې شبکې د راپور پر بنسټ، د افغان کډوالو د ویستلو دویم پړاو د یکشنبې په ورځ پیل شي او له ۸۰۰ زرو څخه ډېر افغانان به له پاکستانه وباسي.

په دې اړه پاکستاني چارواکو ویلي، که بې اسنادو افغان کډوال په خپله خوښه ونه وځي، نو دوی به د نیولو او شړلو له ګواښ سره مخامخ شي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال

د پاکستان حکومت د کډوالو د ویستلو په لومړي پړاو کې رسنیو ته ویلي وو، په دغه هېواد کې شاوخوا ۴.۴ میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې ۱.۷۳ میلیونه یې اسناد نه لري.

د پاکستان حکومت وايي، دغه کډوال د امنیتي اندېښنو او سخت اقتصادي وضعیت له امله له پاکستانه وباسي.

په پاکستان کې د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو بریدونه زیات شوي چې دې چارې د پاکستان امنیتي دستګاه وارخطا کړي ده.

نور ولولئ: اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو

نور ولولئ: اروپايي ټولنه وايي افغانستان په نړۍ کې د اقلیم تر سختو اغیزو لاندې هېوادونو په لېست څلورم هیواد دی

نور ولولئ:  اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو

شنونکي وايي، اسلام اباد د یادو وسله والو ډلو په ځپلو کې له طالبانو همکاري غواړي، خو افغان طالبان له ټي ټي پي سره خواخوږي لري او له همدې امله پاکستان د کډوالو په ویستلو سره پر افغانستان فشار راوړي.

په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) استازې فلیپا کینډلر الجزیرې ته وویل، چې پاکستان باید د هغو بې اسنادو افغانانو هویت وګوري، چې له دغه هېواده ایستل کېږي، ځکه ډېری یې “نړۍوال خوندیتوب ته اړتیا لري”.

afghan (34)
افغان کډوال

هغې وویل: “دوی کډوال دي. دوی په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس نه لري. دوی یوازې هغه خلک دي چې له ګواښونو تښتیدلي او محافظت ته اړتیا لري. که کوم افغان اتباع په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکیل وي، باید جلا چلند ورسره وشي”.

د افغان کډوالو غوښتنه

د الجزیرې خبریال کمال حیدر چې د پېښور ښار د خزانې د کډوالو له کمپ څخه لیدنه کړې، چیرې چې شاوخوا ۱۳۰۰ افغان کورنۍ ژوند کوي، وايي، چې کډوالو له نړۍوالې ټولنې او د پاکستان له حکومته غوښتي، چې دوی ته نور وخت ورکړي چې «په باعزته توګه خپل وطن ته ستانه شي». .

هغه وايي: “دوی شکایت کوي چې د شپې په تیاره کې د دوی کورونه تالاشي کیږي. دوی په ډېر بد حالت کې د دې هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي. دا ډېره ستونزمنه وه چې په یو هېواد کې د ټول عمر له تېرولو وروسته بیا په زور وایستل شي”.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button