کورني خبرونه

۱۰۰۰ تنه افغان کډوال له پاکستانه جبري راستانه کړل شوي

راستانه کړل شوي کډوال یوازې د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راغلي دي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې له پاکستان شاوخوا ۱۰۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په یوه ورځ له زرو زیات کډوال د سپین بولدک له لارې په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شوي دي.

د پاکستان له لوري د افغانانو د اېستلو لړۍ چټکېدل

اسلام اباد پرېکړه کړې چې اسناد لرونکي کډوال هم افغانستان ته ستانه کړي. که پاکستان دا اقدام وکړ نو د افغان کډوالو د بلې جوپې امکان ډېر دی.

دغه وزارت وايي، په دغو کډوالو کې له بنده خوشې شوي تر ۱۸ کلو کم عمره دوه ماشومان هم شامل دي.

نور ولولئ: د کډوالو لپاره د ناروې پلاوی: افغانستان کې ۵۰ سلنه افغانان فقر کې ژوند کوي

نور ولولئ: د بښنې نړیوال سازمان: له پاکستانه د افغان کډوالو “یو ځايي” اېستل به بشري ناورین وي

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو زوارت نن چهارشنبه د (غوايي پنځمه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، تېره ورځ د کندهار سپین بولدک له لارې ۹۹۸ افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول.

afghan (8)
انځور؛ افغانستان ته جبري راستنېدونکي کډوال

دغه وزارت د کندهار سپین بولدک د سرحدي امریت په حواله خبر ورکوي، ۱۹۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۹۸ تنه کېږي تېره ورځ په جبري توګه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستې شوې.

په راستنېدونکو کې کم عمره ماشومان

همدارنګه یاد وزارت وايي، درې تنه نور هغه بندیان په دغو کډوالو کې راستانه شوي چې د پاکستان په زندانونو کې یې د بند موده بشپړه کړې وه راخوشې شوي چې له هغې ډلې دوه تنه یې له ۱۸ کلو کم عمره ماشومان دي.

یاد وزارت وړاندې وايي، دغه ماشومان یې په سیمه کې د (او ایم پي او) موسسې ته ورپیژندلي چې کورنۍ ته یې وسپاري.

د کډوالو وزارت وايي، تازه راستانه شوي کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړېوال سازمان دفترونو ته ورپېژندلي دي.

د پاکستان حکومت داسې مهال د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړی چې، د کډوالو سازمانونو او ملاتړو ادارو له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو پر اېستلو نیوکې ډېرې کړې دي.

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د هغو نږدې نهه لکو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ به د روانې اپرېل میاشتې له ۱۵مې وروسته پیلوي چې دوی ته د دغه هیواد حکومت د (افغان سټیزن کارډ) په نوم کارتونه وېشلي دي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان کې وروستۍ ناامنۍ دغه هېواد ویرولی او د اختیاط له مخې افغان کډوال له دغه هېواد باسي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button