سیمه‌ییز

المرصاد: طالبانو مومندره کې د داعش پرضد عملیاتو کې “ابوشیر” وژلی

طالبانو د ننګرهار مومندره کې د داعش پرضد پیچلي عملیات کړي او ددې ډلې یو قومندان “ابوشیر” یې وژلی دی

د طالبانو استخباراتو اړوند المرصاد ورځپاڼې ویلي، په دغه عملیاتو کې چې پرون یک شنبه (چنګاښ ۱۷مه) د ننګرهار په مومندره کې د داعش خلاف ترسره شوي، ددغه ډلې یو قومندان چې اصلي نوم یې “ذکرالله” او مشهور په ابوشیر و، وژلی دی.

طالبانو ته نژدې رسنیزو سرچینو ویلي چې د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالي کې د داعش ډلې د پټنځایونو پر ضد عملیات شوي دي.

طالبان د داعش پرضد

طالبان د داعش پرضد په دې دریو کلونو کې تر ټولو سخت او کوټلي ګامونه اخیستي دي، خو له دې سره، سره بیا هم په افغانستان کې داعش ډله فعالیت لري او د برید کولو وړتیاوې یې تر لاسه کړي دي.

د طالبانو حکومت ته یوې نژدې رسنۍ المرصاد ویلي چې ابو شیر د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی و او په دې ولسوالي کې د داعش د پوځي تشکیلاتو مسوول و.

نور ولولئ: دفاع وزارت: داعش په پاکستان کې زموږ پرضد روزل کېږي

نور ولولئ: المرصاد ورځپاڼه: نیول شوي داعشیان پاکستانیان دي

نور ولولئ: اسلام اباد او واشنګټن: ټي ټي پي او داعش باید وځپل شي

سره له دې چې طالبان وايي، داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې خو د امریکا او روسیې په شمول نړیوال باور لري چې دا ترهګره ډله لا هم سیمې او نړۍ ته ګواښ پېښولی شي.

afghan 2024 07 08t104642.831
طالب جنګیالی

د طالبانو د حکومت ویاند «ذبیح الله مجاهد» په وروستیو کې ویلي و چې داعش ډله د دوی د ځواکونو له لوري ځپل شوې ده. مجاهد همداراز ویلي«داعش ترهګره ډله هغه پدیده نه ده چې د افغانستان لپاره د مشکلاتو د رامینځته کولو توان ولري، ځینې د داعش د ګواښونو په اړه مبالغه کوي.»

پر طالبانو د داعش مرګوني ګزارونه

داعش ډلې په تېرو دریو کلونو کې د طالبانو مهم مشران په نښه کړي دي. دې ډلې د طالبانو او ددوی امیر ته نږدې کس، د بلخ والي محمد داوود مزمل، د بدخشان مرستیال والي او نور کسان په ځانمرګو او نورو بریدونو کې وژلي دي.

کارپوهان لا هم د داعش ډله د طالبانو لپاره یو سرخوږی بولي، خو طالبان بیا وايي، داعش په افغانستان کې د بریدونو، جلب او جذب توان نه لري.

طالبان د داعش په تمویل او روزنه کې پاکستان او تاجکستان ملامتوي چې دغه دواړه هېوادونه د افغانستان پرضد د داعش ډلې ملاتړ کوي.

خو پاکستان بیا وايي، طالبانو په افغانستان کې تحریک طالبان پاکستان ته ځای ورکړی او له هغه ځایه د پاکستان امنیت ګواښي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button