امریکا او ایران وروستي پړاو کې؛ ټرمپ د احتمالي تړون او د هرمز تنګي د پرانیستې خبر ورکړ

امریکا او ایران وروستي پړاو کې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تمه لري چې له ایران سره د روانو خبرو اترو په لړ کې احتمالي توافق د یکشنبې په ورځ وروستي پړاو ته ورسېږي. هغه ټینګار کړی چې د دې موافقې په چوکاټ کې به د دواړو لورو ترمنځ هېڅ مالي تبادله ترسره نه شي.
ټرمپ د شنبې په ورځ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» کې لیکلي چې د توافق له نهایي کېدو وروسته به د هرمز تنګی د نړیوالو سمندري تګ راتګ لپاره پرانیستی پاتې شي. امریکا او ایران وروستي پړاو کې
خو د امریکا او ایران وروستي پړاو کې د خبرو اترو په اړه د ټرمپ له څرګندونو څو ساعته وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي وو چې د تهران او واشنګټن ترمنځ به د یکشنبې په ورځ هېڅ تفاهملیک لاسلیک نه شي.
د اتومي پروګرام په اړه د ټرمپ څرګندونې
ټرمپ ویلي چې ایراني چارواکي نور د اتومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه نه کوي او امریکا به هم اجازه ورنه کړي چې ایران د هرې ممکنې لارې دغو وسلو ته لاسرسی پیدا کړي.
هغه د پخوانیو امریکايي حکومتونو له تګلارو سره د خپلې ادارې دریځ پرتله کړی او ویلي یې دي چې د پخوانیو مالي امتیازونو برعکس، په اوسني احتمالي توافق کې به هېڅ ډول نغدي یا مالي معامله ونه شي.
د ایران دننه بحثونه زیات شوي
په داسې حال کې چې د امریکا او ایران وروستي پړاو کې د احتمالي توافق په اړه بحثونه دوام لري، په ایران کې هم د دغه احتمالي تړون پر محتوا سیاسي بحثونه تود شوي دي.
د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون مرستیال محمود نبویان پر هغه متن نیوکه کړې چې په ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د احتمالي مسودې په توګه خپور شوی دی.
نوموړي ادعا کړې چې د یادې مسودې له مخې به د هرمز تنګي په مدیریت کې د ایران ونډه محدوده شي او د تړون له عملي کېدو وروسته به د سپاه پاسداران حضور هم په دغه ستراتیژیک سمندري مسیر کې کم شي.
د توافق برخلیک لا هم روښانه نه دی
سره له دې چې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي توافق په اړه بېلابېلې څرګندونې کېږي، خو تر اوسه د دواړو هېوادونو له لوري د کوم رسمي سند د لاسلیک کېدو تایید نه دی شوی.
کارپوهان باور لري چې امریکا او ایران وروستي پړاو کې لا هم له مهمو سیاسي او امنیتي اختلافاتو سره مخ دي، او د هر ډول وروستۍ موافقې په اړه باید د رسمي اعلان تر خپرېدو انتظار وشي.



